په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رابطه کار کامران او څو نورو مشران وایي نن د شورو- چارشنبې د ورځې له سهاره راهسې دوی په ترهګرۍ ضد عدالت او عامو کچاریو کې په انتظار دي خو وایي تر اوسه یې د مشر منظور پښتین هیڅ درک نه شته چې هغه چېرې دی.
د منظور پښتین نیزدې ملګري ادریس پښتین وي او اې ډیوه ته وویل، دوی له سهاره په ترهګرۍ ضد عدالت کې په انتظار ناست دي او وایي داسې اوازې دي چې هغه په یو موټر کې راوړل شو او عدالت ته وړاندې کړل شو، خو دوی نه دی لیدلی او "له موږ سره یې کره معلومات نه شته".
منظور پښتین وړمه ورځ په چمن کې پولیسو وروسته له هغه نیولی وو، چې د ده په وینا امنیتي عسکرو یې پر موټر ډزې کړې وې، بیا د بلوچستان پولیس هغه د پښتونخوا پولیسو ته سپارلی او هغوی بیا د اسلام اباد پولیسو ته سپارلی وو او امکان څرګندېده چې هغه به نن عدالت ته وړاندې کړل شي.
د پښتین د نیول کېدو خلاف پرون د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې وې چې په زرګونو خلکو پکې ګډون کړی وو او له حکومته یې غوښتنه کوله چې هغه زر تر زره خوشی کړي، خو حکومت دغو غوښتنو ته جواب نه دی ویلی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی فدا الله وزیر وایي، مشر یې تر اوسه هیڅ یو عدالت ته نه دی وړاندې شوی، وایي د اسلام اباد په کومو تاڼو کې چې د هغه خلاف مقدمې درج کړل شوې وې هلته یې پوښتنه وکړه خو پولیسو ورته ونه منل چې هغه له دوی سره دی. وزیر د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسېن ته ویلي:
"نن له خپلو وکیلانو سره راغلو ټوله ورځ مو تېره کړه خو دی یې [عدالت ته] پېش نه کړ، موږ هر کوشش وکړ چې په نورو ادارو کې هم د هغه معلومات وکړو خو موږ ته هیڅ جواب را نه کړل شو".
قانون پوهان عدالت ته د منظور پښتين نه پېش کول د قانون او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګرځوي او وايي په دې اړه به سبا د دسمبر په اوومه نېټه په اسلام اباد هایکورټ کې درخواست جمع کوي.
د پي ټي ایم وکیل سمیع الله وزیر وي او اې ډیو ته وایي، پر هر چا چې هر تور وي او هر جرم یې کړی وي له قانون سره سم به هغه په څلرویشت ګنټو کې عدالت ته وړاندې کېږي خو وایي منظور پښتین له دوو ورځو د دوو صوبو او مرکز پولیسو ته سپارل کېږي خو عدالت ته نه وړاندې کېږي:
"دا ډېره د بدمرغۍ پېښه ده او د قانون ښکاره سرغړونه ده، چې یو کس نیول شوی دی او تر اوسه د دوی په حبسِ بېجا [غیرقانوني بند] کې دی او پولیس یې نه وړاندې کوي".
د اسلام اباد پوليس وايي منظور پښتين د دوی په حراست کې نه دی.
منظور پښتین په چمن کې له یوې نیمې میاشتې روان احتجاجي پرلت ته ورغلی وو، چې له افغانستان سره پر پوله د پاکستان د حکومت د ویزې او پاسپورټ د شرط ختمول غواړي. پښتین هلته ویلي وو چې دا نه یواځې د چمن د خلکو بلکې د ټولو پښتنو غوښتنه ده چې پر ډیورنډ کرښه بې پاسپورټ او ویزې تګ راتګ وکړي.
د پښتین تر نیول کېدو دوې ورځې مخکې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي رسنیو ته پي ټي ایم د پاکستان مخالف تنظیم بللی وو او ویلي یې وو چې دوی د چمن له پرلته په ګټه اخیستو د پاکستان خلاف خبرې کوي.
Forum