د اسرایل او حماس ترمنځ روان جنګ کې دواړه اړخونه دعوه کوي چې د جنګي جرمونو ښکار شوي دي او دواړه خواوې تیاري کوي چې په هېګ کې د جرمونو نړېوال عدالت ته خپلې خپلې قانوني مقدمې تیارې کړي.
په بیت المقدس کې د وي اواې خبریاله لېندا ګراډسټین پخپل رپوټ کې وایي چې د جرمونو د نړېوال عدالت مشر وکیل یا څارنوال اسرایل او لویدیځې غاړې ته د سفر پر مهال، د اسرایلیانو او فلسطینیانو خبرې اورېدلي دي.
د جرمونو د نړېوال عدالت لوی وکیل یا څارنوال کریم خان د هغو اسرایلي محلو لیدنه وکړه چې د اکټوبر په اوومه نېټه د حماس وسله والو ورباندې حملې کړې وې.
هغو بریدګرو څه باندې ۱۲۰۰ اسرایلیان ووژل، او ۲۴۰ نور تنان یې چې اکثره عوام و، یرغمل یووړل. خان د هغو بریدونو نه بچ پاته شوو کسانو او د یرغمل شوو تنانو د کورنیو خبرې واورېدې، او دا حملې یې "سنجیده نړېوال جرمونه" وبلل چې "د انسانیت ضمیر یي لړزولی دی."
کریم خان وایي، "د یرغملو نیول، د جینیوا کنوېنشن یوه لویه خلاف ورزي څرګندوي. دا د روم د اساسنامې لاندې، یو ځانګړی جرم دی، او زه د هغو کسانو د اسرایل نه یرغمل وړل شوي، فوري آزادي او خپلو کورنیو ته یې محفوظه ستنېدل غواړم.".
د یرغمل شوو او لادرکه شوو کورنیو د فورم وکیلان وايي، وایي وړاندې له دې چې جنګ ختم شي، خان دې په فوري توګه د اکټوبر ۷مې نېټې د سلهاوو زیانمنو کورنیو په نمایندګۍ تحقیقات پیل کړي.
د یرغمل شوو او لادرکه شوو کورنیو د فورم وکیل یووال ساسون وايي، "د حماس خلاف د عدالتي کاروایۍ په اړه هېڅ کوم سوال نه پیدا کیږي. دې کې هېڅ سوال نشته چې دا په پراخه پېمانه او سیسټماټیک ډول د انسانیت په ضد نړېوال جرم، جنګی جرم او نسل وژنه وه."
فلسطینیان بیا د نړېوالو قوانینو د خلاف ورزۍ تور په اسرایل لګوي او وایي چې غزه کې یې پوځي کاروایۍ کې تر اوسه څه باندې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، او اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. دا شمېرې د حماس کنټرول لاندې د غزې د صحت محکمې ورکړي دي.
غزه کې د بشري حقونو وکیل راجي سوراني، "په لفظي معنا یې، دغه حالت د قانون له نظره د انسانیت په ضد جنګي جرم دی. غزه کې نسلي صفایي روانه ده، نسل وژنه روانه ده. دا روان حالت، د قانون حکمراني نه، د ځنګله قانون لاګو دی."
کله چي د آی سي سي یا د جرمونو د نړېوال عدالت څارنوال کریم خان د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې فلسطیني مشرانو سره وکتل، نو د اسرایل خلاف د فلسطینیانو د جنګي جرمونو د دعوې یادونه یې وکړه.
خو زیاتره د بشری حقونو فلسطیني تنظیمونو د خان دا سفر بایکاټ کړ او ورباندې د تفریقي چلند تور لګوي چې ګني د فلسطینیانو دیرینه دعواو نه ډېر، د اسرایل دعوې اوري.
کریم خان وایي، "ما د هغو کسانو سره هم خبرې وکړې چې خپل رشته داران، عزیزان، ماشومان، ښځې او والدین یې د غزې په ملبو کې د لاسه ورکړي. ما په واضحه ټکو کې ویلي دي. قانون کوم نمایشي څیز ندی چې له پامه وغورځول شي، بلکې یو بنیادي ضرورت دی چې په کار ده پیرو کاري یې وشي."
د اسرایل د زیانمنو کورنیو په استازیتوب د جرمونو نړېوال عدالت کې د مقدمې چلولو ترڅنګ، د اسرایل ریاست به د هغو قریب ۹۰۰ حماس تندلارو پوځي ټرائل هم پیل کړي چې د اکټوبر په ۷مه نیولی شوي دي. په هغو د جنسي تشدد او جنګي جرم تورونه هم دي.
په داسې حال کې چې په غزه کې د جنګ میدان تود دی، اسرایلي او فلسطیني قانوندانان په عالمي عدالت کې د یو بل قسم جګړې دپاره آمادګۍ نیسي.
Forum