لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې کور په کور جګړه روانه ده


یوه فلسطینۍ مېرمن د ډیسمبر په شپږمه په خان یونس کې د اسرایلو له بمبارۍ وروسته یوه ویجاړه شوې ودانۍ څخه لیدنه کوي.
یوه فلسطینۍ مېرمن د ډیسمبر په شپږمه په خان یونس کې د اسرایلو له بمبارۍ وروسته یوه ویجاړه شوې ودانۍ څخه لیدنه کوي.

واشنګټن – اسرایلي پوځیانو او د حماس جنګیالیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د غزې د دوهم ستر ښار خان یونس د کنټرول لپاره کور په کور جګړه کړې.

له دې سره د فلسطین ملکي وګړي د سرپناه په موندلو او د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ شوي.

د اسرایلو پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی په تېره یوه ورځ کې د غزې پټۍ په کابو ۲۵۰ هدفونو باندې هوايي بریدونه کړي او دا د تېرو دوو میاشتو راهیسې یوه له درنو جګړو څخه وه.‌

حماس ویلي، دوی په خان یونس کې لس اسرایلي پوځیان وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي خو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.

ملګروملتونو په غزه باندې د ګل یا دوشنبې د ورځې راهیسې د اسرایلو په بمباریو کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی چې ورسره ځمکنۍ جګړه هم زیاته شوې او حماس هم په اسرایلو باندې زیات راکټونه توغولي.

د غزې په لکونو خلک لویدیځ، د خان یونس جنوب او رفعه ته چې له مصر سره پوله لري اوس هم د تېښتې په حال کې دي.

خو ملګروملتونو ویلي، هلته کافي سرپناه نه شته او فلسطینیان مجبوره شوي چې په سړکونو او خالي ځمکو باندې ویده شي.‌

په خان یونس کې د اسرایلو د عملیاتو پر وخت فلسطینیان د تېښتې په حال کې دي. انځور د ډیسمبر په شپږمه نېټه اخېستل شوی.
په خان یونس کې د اسرایلو د عملیاتو پر وخت فلسطینیان د تېښتې په حال کې دي. انځور د ډیسمبر په شپږمه نېټه اخېستل شوی.

اسرایلي چارواکو د غزې ملکیانو ته خبرداری ورکړی چې صلاح الدین سړک ته دې نه ځي او دا هغه سړک دی چې خان یونس یې د غزې له شمال سره نښلولی. دا یې "د جګړې ډګر" او "زیات خطرناک" بللی.

خو چارواکو ویلي،‌ چې د دې پرځای دې هغه بې ځایه شوي ملکیان چې غواړي شمال ته ولاړ شي د سمندر پر غاړه له پراته سړک څخه کار واخلي خو هلته هم جګړه روانه ده.‌

ملګروملتونو ویلي، د نهې یا سې شنبې تر شپې پورې، رفعه د غزې یواځینۍ سیمه وه چېرې چې ملکي مرستې وېشل کېدې.

د تېرې جمعې په ورځ د اوه ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره، د مدیترانې سمندر پر غاړه دغې وړې سیمې ته له سرحد څخه رسېدل تر ډېره ناشوني و.

اسرایلو په دې وروستیو ورځو کې کابو شپږو لکو هغو ځایي اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی وو چېرې چې تمه وه اسرایلي پوځ پکې جګړه وکړي خو له خلکو غوښتل شوي وو ،هغو ځایونو ته ولاړ شي چې د خلکو د زیاتوالي لپاره نه وو سمبال شوي.

رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی، د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو د ادارې ویاند جیمز ایلډر له غزې څخه تر لیدنې وروسته له قاهرې څخه د ویډیو لېنک له لیارې خبریالانو ته وویل،

"د نړیوال بشري قانون له مخې، هغه ځای چې تاسو ورته خلک باسئ باید د ژوندي پاتې کېدو لپاره کافي سرچینې ولري. لکه طبي خدمات، خواړه او اوبه."

د ډیسمبر په شپږمه په خان یونس کې د اسرایلو په بمباریو کې ژوبل شوي فلسطینیان.
د ډیسمبر په شپږمه په خان یونس کې د اسرایلو په بمباریو کې ژوبل شوي فلسطینیان.

هغه وویل، "ما خپله لیدلي چې دا هېڅ هم نشته. تشې ځمکې دي سړکونه دي.‌ د سړکونو ترڅنګ لارې دي.‌ نیمه جوړې شوې ودانۍ دي. هلته اوبه نشته."

هغه زیاته کړه، "هغوی ټول نه اوبه لري، نه ودانۍ، نه له یخنۍ او باران څخه سرپناه او په ځانګړي ډول نه د پاکوالي شرایط لري."

د جګړې په لوري کې بدلون:

جګړې په لومړي سر کې په شمال کې تمرکز درلود خو وروسته د غزې جنوبي برخو ته پراخه شوه.

دا وروسته له هاغې چې د اسرایلو پوځ له ملکیانو وغوښتل چې له جګړې څخه د لېرې کېدو لپاره دې جنوب ته ولاړ شي.

خو د مدیترانې له سمندر څخه تر لویدیځ پورې او دا چې له مصر سره پولې تړل شوي دي او جنوب او ختیځ ته یې اسرایل پراته دي، د خلکو د تېښتې لپاره ځای ورځ تر بلې کمېږي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو اداره وايي، په غزه کې ۱.۹ میلیونه خلک بې ځای شوي دي چې دا د غزې د ټول نفوس ۸۵ فیصده جوړوي.

له دغې ډلې څخه یو میلیون کسان یې د غزې په جنوبي برخه کې د ملګروملتونو په کمپونو کې راجستر شوي دي.

اسرایلو په غزې باندې خپل پوځي عملیات وروسته له هاغې پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې له ځانه سره وتښتول.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا د اسرایلو په عملیاتو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۶۲۴۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

له جګړې وروسته بفر زون:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان په اسرایلو باندې د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره، د اسرایلو لخوا د غزې په خاوره کې له جګړې وروسته د یوې تشې ځمکې یا بفر زون جوړېدو وړاندیز رد کړی.

اسرایلو له جګړې وروسته حالاتو په اړه دغه وړاندیز ګڼو عربي او یو شمېر نورو هېوادونو ته استولی دی.

په دغه وړاندیز کې بفر زون به د غزې له پولې فلسطین لوري ته پر خاوره جوړېږي او د اسرایلو ځمکه پکې نه ده شامله.

د سپینۍ ماڼۍ د ملي‌ امنیت سلاکار جان کربي وايي، امریکا د دغه نظر مخالفه ده.

کربي خبریالانو ته وویل، "مونږ د غزې د جغرافیايي حدودو د هیڅ‌‌‌ ډول کموالي ملاتړ نه کوو."

هغه وړاندې وویل، "غزه به د فلسطین د خاورې په توګه پاتې کېږي او کمېږي به نه."

ترکي رسنیو د اردوان له خولې ویلي، چې د غزې د راتلونکې پرېکړه به د فلسطین خلک کوي او د اسرایلو پلان "بې احترامي" ده.

د دې راپور ځینې برخې له اسوسیېټېډ پریس، فرانس پرېس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG