لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وایي، روس په اوډېسا بندر باندې د ډرونونو حمله کړې


د اوکراین د اوډېسا علاقې ګورنر د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې روسي ځواکونو د هغې علاقې د ډرون یو برید کړی چې په کې یو تن وژل شوی او د بندر بنیادي اډانو ته نقصان رسېدلی دی.

د اوډېسا ګورنر اولې کایپر وویل چې اوډېسا باندې دوه ګېنټې حملې روانې وې، او د اوکراین د فضایي دفاع سیسټم په دې حمله کې اکثره روسي ډرونونه راوغورځول، خو بیا هم ځیني ډرونونو وکړی شول چې بمبارۍ وکړي.

هغه وویل چې په حملو کې وژل شوی یو تن، یو ټرک ډرائیور و. د ګورنر وینا ده چې په حمله کې ډانیوب سیند ته نږدې یو ګودام، لفټ او ټرکونه زیانمن شوي دي.

د اوکراین پوځ وویل چې د روس په دې فضایي حملې کې ټولټال اتلس (۱۸) ډرونونه شامل و چې د اوکراین په جنوب کې اوډېسا سیمه او د ملک په لویدیځ کې د خمېلنېڅکي علاقه یې په نښه کړه.

د اوکراین پوځ دعوه کوي چې د دغو ۱۸ ډرونونو د جملې نه یې ۱۵ وېشتلي او راغورځولي دي.

د امریکا مرستې

د امریکا په سنېټ کې رېپبلېکن قانون سازانو د شورو/چهارشنبې په ورځ اوکراین او اسرایل ته د ۱۱۰ بلین ډالرو د مرستې او د امریکا جنوبي سرحد کې د ځینو امنیتي ګامونو دپاره د پېش کړی شوي پېکج د منظورېدو مخه ونیوله.

د امریکې صدر جو بایډن د کانګرس نه غوښتي و چې د قریب ۱۰۶ بلینه ډالرو بجټ د اوکراین، اسرایل او د امریکا د جنوبي سرحداتو دپاره پاس کړي.

د امریکا په سنېټ کې د چوکیو شمېر ۱۰۰ دی، چې په دې کې د شورو/چهارشنبې په رايه اخېستنه کې، ۴۹ رایې د پېش کړی شوې مسودې په تایید او ۵۱ رایې د هغې په خلاف استعمالې شولې. د مسودې د منظوره کېدو دپاره شپېته (۶۰) رایو ته ضرورت و.

سنېټ کې د رېپبلېکنانو مشر سېنټر مېچ مېکانل، چې اوکراین سره د امداد ملاتړی دی، خپلو رېپبلېکن سېنټرانو ته یې وویل چې د مرستو دغه پکېج رد کړي ځکه په هغه کې د پالیسۍ تغیرات نه و شامل، او دا هغه څه دي چې قانونسازانو دا څو کاله ورباندې بحثونه کړي دي.

د شورو/چهارشنبې په ورځ وختي، بایډن د کانګرس نه خواست وکړو چې د اوکراین دپاره د لا زیاتو وسلو مرسته منظور کړي. هغه وویل د دې امداد د منظورۍ ناکامي به "تر ټولو لوی سوغات" وي چې امریکا یې ممکن د اوکراین په ضد د روس په قریب دوه کلن جنګ کې، د روس صدر ولاډیمیر پوټين ته وړاندې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG