د امریکې اوسنيو او پخوانيو چارواکو ویلي، د امریکې د صدر جوبايډن انتظاميې د کانګرس نه غوښتي، چې د اسرایل د مرکاوا ټېنکونو دپاره دې د 45000 ګوليو يا مرميو خرڅولو منظوري ورکړي کومې چې په غزه کې د حماس پرضد جګړه کې کارول کيږي.
خو د واشنګټن د دې خواست سره په امریکايي وسلو ورکولو دا اندېښنې هم سېوا شوې چې دوه مياشتې وړاندې په اسرايل د حماس د حملې وروسته په دغه جګړه کې په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.
ویل شوي د 500 ملينه ډالرو د قيمت څخه زياته دغې سودا باندې د سېنېټ د بهرنيو چارو او اېوان د بهرنيو چارو کميټيانو غېررسمي بحث کړی، خو زیاته کړی شوې دا د صدر بايډن د هغه 110.5 بيلينه ضمني پېکج د خواست برخه نه ده کوم فنډنګ چې به اوکراين او اسرايل دواړو ته کيږي.
امريکايي چارواکي چې نوم يې نه ښکاره کول غوښته او د بهرنيو چارو د وزارت پخواني وياند جوش پال رويټرز ته ويلي، د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په کميټيانو ټينګار کړی چې زر تر زره دا سپلاي جاري کړي، باوجود د دې چې د بشري حقونو فعالانو د اسرايل او حماس په شخړه کې د امريکايي وسلې په کارېدو اعتراضونه راولاړ کړي دي.
امریکايي چارواکي ویلي، انتظاميې دا هم ويلي چې د کمېټۍ د بحث پرته دې د وسلو د کنټرول قانون بیړني چارواکي دې د يادې وسلې د 45000 نه د 13000 ګولو يا مرمو په سمدستي ډول اجازت ورکړي، که څه هم دا پرېکړه نه وي شوي.
امریکې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د اسرايل او فلسطيني وسله والې ډلې حماس ترمنځ په بشري بنیادونو د اوربند قرارداد وېټو کړی يا رد کړی وو.
امریکا وايي په غزه کې جنګ بندي به حماس ته د بيا رايو ځای کېدو موقع په لاس ورکړي، او واشنګټن د دې په ځای په جګړه کې د وقفې ملاتړ کوي چې ملکي وګړي خوندي شي او په اووم اکتوبر په اسرايل د حماس حمله کې يرغمل شوي کسان خوشي کړي.
د جمعې په سهار اسرایل ویلي، په غزه کې د ځمکې لاندې یې د حماس د وسلو او اسانتياو بل ټنل يا سورنګ نوی سورنګ معلوم کړی او ثبوت یې وړاندې کړی چې حماس خپل وسله وال فعاليتونه د ملکي وګړو د ابادۍ لاندې په ځمکه کې چلوي.
د اسرايل پوځ په غزه کې د الازهر پوهنتون څخه د نزدې سکول پورې د يو کيلومټر ټنل ويډيوز يا عکسونه نه دي ښکاره کړي خو د پوځي وسلې، بارودي موادو او راکټو د ځينو برخو برخو عکسونه یې خپاره کړي دي.
پوځ ويلي، په شمالي غزه کې یې د روغتون سره نزدې د کېمرو سره د حماس کنټرول روم، ټيليفونو، واکي ټاکي او وسلو بل ټنل ته تلونکې لاره هم موندلې ده. اسرایل ویلي دا ډول موندني ښيي چې حماس د ملکي ابادۍ په سيمو کې ځای په ځای شوی او دا دعوه د هغې جواز دی چې دوی ملکي سيمو ته نننوتي ځکه د خلکو نه د وتلو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش په امنیتي شورا کې د جنګ بندۍ د قرارداد څخه څو ساعته وړاندې ویلي وو، په غزه کې يو ځای هم خوندي نشته.
ګوټېرش د 15 غړو امنیتي شورا ته ویلي، د غزې خلک دې ته په تمه دي چې نړیواله ورورولي دې د هغو د مشکلاتو راکمولو دپاره ممکنه هر څه وکړي.
ويل شوي د غزې ډېری فلسطينیان د مصر سره جنوبي پولې رفح ته تللي اسرايل دوی ته دغه سيمې پله د تښتېدو ویلي وو،
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د شپې په مهال د اسرايل په هوايي بريدونو کې 37 کسان وژل شوي دي.
د اسرايل پوځ تور لګولی د رفح د بشري زون سره نزدې وسله والو راکټي توغولي دي.
د اسرايل دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ ویلي په تېرو 24 ساعتونو کې یې په غزه کې د ځمکې، سمندر او فضا څخه 450 اهداف په نخښه کړي دي. ويل شوي د جمعې په ورځ زيات بريدونه په خان يونس او جنوب کې شوي دي.
د صحت وزارت ويلي، په غزه کې دوه میاشتې وړاندې پېل شوې جګړه کې تراوسه پورې 17487 کسان وژل شوي 70 فيصده یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرايل د پوځ ترمخه، په غزه کې د ځمکنيو عملياتو پېل کېدو راهسې یې 94 اسرایليان پوځيان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ترمخه په غزه کې زياتره فلسطينيان بې کوره شوي مرستو ته رسايي نه لري، روغتونونه ډک دي او خوراک په ختمېدو دی.
د جګړې پراخېدو اندېښنې
يو امريکايي پوځي چارواکي رويټرز ته ویلي، د جمعې په سهار په بغداد کې د امریکې د سفارتخانې په کمپاونډ کې شاوخوا اووه مارټر ګولې لګېدلي او دا په وروسټو کې د خپل ډول تر ټولو غټ بريد دی.
د امریکې دفاعي چارواکو ويلي، په شام او عراق کې پرې هم د راکټو او ډرون بريدونه شوي دي. ويل شوي دا د اکتوبر د نیمايۍ راهسې په يوه ورځ کې په امريکايي ځواکونو تر ټولو زيات بريدونه دي.
د جمعې په ورځ د کډوالو په کېمپ کې په لويديځه مقبوضه غاړه کې د اسرایل پوځ شپږ فلسطينیان وژلي دي.
(د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز خبري ادارو څخه اخستل شوي)
Forum