ښاغلي رحمت شاه اپریدي" فرنټیر پوسټ اخبار په هغو ورځو کې شورو کړی ؤ کله چې په افغانستان کې سخته جګړه روانه وه اؤ په هغه جګړه کې به خبرونه یا خو د پاکستان ادارو ورکول اؤ یا به هم جهادي تنظیمونو ورکول چې دا به یو طرفه خبرونه وؤ".
دا د پښتونخوا د سنیر صحافي ښاغلي شمیم شاهد د خولې الفاظ دي چې یوه اوږده موده د فرنټیر پوسټ ورځپاڼې د مالک رحمت شاه اپریدي سره یو ځای د هغه په اداره کې د خبریال په توګه کار کړی کړی.
د خېبر پښتونخوا نه دخپرېدونکې مشهورې انګریزي ورځپاڼې "دي فرنټير پوسټ" مالک رحمت شاه اپریدی تېره شپه د پېښور په یو شخصي روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی اؤ جنازه یې نن د اتوار په ورځ په پېښور کې شوې ده.
ښاغلی رحمت شاه اپریدی چې په پاکستاني صحافت اؤ سیاست کې یې دخپلې ورځپاڼې له لارې یو مهم رول درلودو، د سیاسي رقابتونو له امله یوه اوږده موده په زندان کې هم پاتې شوی ؤ.
هغه ته په کال 2001م کې د عدالت لخوا په یوه مقدمه کې دمرګ سزا هم اورول شوې وه چې وروسته بیا دغه د تېزندۍ سزا په عمري بند بدله شوې وه.
شمیم شاهد وایي رحمت شاه اپریدی تل د خپل اخبار لپاره یوه ازاده اؤ بې پلوه پالیسي ساتلې وه.
ډیوه سره خبرو کې ښاغلی شاهد وایي هغه زړه ور هم ؤ، د چا په وړاندې به په اسانه سر کېښودو ته تیار نه ؤ.
"ده دا اخبار په هغو ورځو کې شورو کړی ؤ کله چې په افغانستان کې سخته جګړه روانه وه اؤ په هغه جګړه کې به خبرونه یا خو د پاکستان ادارو ورکول اؤ یا به هم جهادي تنظیمونو ورکول چې دا به یو طرفه خبرونه وؤ"
شمیم شاهد وایي چې کله بیا فرنټير پوسټ راغلو نو هغې بیا ددغه یو طرفه خبرونو دمخنیوي لپاره بیلنس خپرونه خپرول پېل کړل، رښتیا ویل یې یېل کړل چې په هغې د پاکستان ادارې په هغه وخت کې سختې خفه شوې وې .
"د جنرال ضیاء له مرګه څو اوونۍ وړاندې له دې اخباره دپاکستان د ادارو په خوښه د ایډیټوریل بورډ نه د ایډيټر عزیز صدیقي اؤ مینیجنګ ایډيټر فرحت الله بابر په ګډون 34 صحافیان د هغه وخت دحکومت په وینا ویستل شوي وؤ ځکه چې په اخبار ډير سخت دباؤ ؤ اؤ بیا د لږې مودې لپاره رحمت شاه اپریدی هم ددې اخبار نه ډډې ته شوی ؤ اؤ دا یې رور ته حواله کړی ؤ".
شمیم شاهد وایي فرنټیر پوسټ د صحافت یوه لویه یونیورسټي یا پوهنتون ؤ اؤ هم ددې اخبار له امله په پښتنو کې انګریزي صحافت ته وده ترلاسه شوې ده اؤ مونږ وینو چې دې اخبار کې چا کار کړی دی هغوي په ټوله نړۍ کې خواره دي.
"که څوک یې مني اؤ که نه یې مني خو نن چې د قبایلي ضلعو پښتانه د سړي سر ووټ حق لري، یا که د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې نه پښتانه زلمیان ډګرۍ اخلي نو ددې تر شا د یو داسې نر پښتون ستړې اؤ شواخون پروت دی چې هغه د خپل قام د ښېګړې په لاره کې ډیرې قربانۍ ورکړې وې اؤ حتی د تېزندۍ سزا ته یې غاړه اېښې وه خو د طاقتورې طبقې سره د خپل ضمیر سودا کولو ته نه ؤ تیار شوی".
دا بیا د وتلي صحافي ښاغلي قیصر بټ د خولې خبرې دي چې د اسلام اباد نه د رحمت شاه اپریدي جنازه کې د ګډون لپاره پېښور ته په سفر ؤ.
ښاغلی قیصر بټ یوه اوږده موده د رحمت شاه اپریدي د اخبار فرنټیر پوسټ ایګزیکټیو ایډیټر پاتې شوی دی اؤ دهغه تر ټولو نزدې مسلکي ملګرو کې شمیرل کېدو.
قیصر بټ هسې خو د پښتو اؤ پښتنو لپاره د رحمت شاه اپریدي دخدماتو فهرست ډیر اوږد بولي خو وایي، دا نن چې په پښتنو کې څومره ستر،ستر صحافیان دي په دې کې د نیمایي نه زیات د رحمت شاه اپریدي په فرنټير پوسټ ورځپاڼه کې روزل شوي یا ځلیدلي دي .
رحمت شاه اپریدي په سیاسي توګه د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې اؤ د پیپلز ګوند مشرې بې نظیر بوټو ته زیات نزدې ګڼل کیدو اؤ کله چې هغه په دویم اپریل کال 1999 کې د نوازشریف د حکومت په مهال د پنجاب پولیسو د چرسو د سمګلنګ په تور ونیولو نو رحمت شاه اپریدي هغه وخت دریځ خپل کړی ؤ چې بې نظیر بوټو سره د سیاسي رفاقت سزا ورکړل شوې ده.
هغه ویلي وؤ د هغه وخت حکومت ترې غوښتل چې د بې نظیر بوټو اؤ اصف علي زرداري پرضد د غبن مقدمو کې وعده معاف ګواه جوړ شي اؤ دعوه یې کړې وه چې ددې په بدل کې ورته د سترو حکومتي عهدو ورکولو وړاندیزونه هم شوي وؤ خو هغه ویلي وؤ، دغه وړاندیزونه یې نه وؤ منلي.
قیصر بټ وایي نن چې په قبایلي ضلعو کې پښتانه د سړي سر ووټ حق لري نو ددې کریډټ رحمت شاه اپریدي ته ځي ځکه چې قبایلي پښتنو لپاره وړومبی د سړي سر ووټ غږ رحمت شاه اپریدي پورته کړی ؤ.
دپېښور سینیر صحافي ګل محمد بیتاب هم د 90م په لسیزه کې د رحمت شاه اپریدي په اردو ورځپاڼه "میدان" کې صحافتي دنده ترسره کړې ده ، وایي رحمت شاه اپریدی یوازې فرنیټر پوسټ ورځپاڼه نه ده چلولې بلکې د هیواد په نوم یوه پښتو ورځپاڼه یې هم تر ډې مودې فعاله ساتلې وه.
ډیوه سره خبرو کې ښاغلی ګل محمد بیتاب وایي هغه د پښتون قام د ترقۍ لپاره د صحافت په میدان کې خصوصاً ډیر لویې کردار ادا کړی دی.
"د قبایلي علاقې یو تن راغلی،دلته نه یې انګریزي اخبار شورو کړو اؤ هغه اخبار یې کامیاب هم کړو ، دا دومره جراتمند اخبار ؤ چې کله پیل شوی ؤ نو هغه وخت په ملک کې د ضیاء الحق مارشل لاء وه اؤ د هغې خلاف غږ پورته کول څه دومره اسان کار نه ؤ خو، دې اخبار ډیر په جرات سره تل د ضیاء د مارشل لاء خلاف اواز پورته کړی ؤ "
ګل محمد بیتاب وایي ، د رحمت شاه اپریدي د زړورتوب ددې نه غټ ثبوت بل څه کیدای شي چې د ضیاء په امریت کې چې به د ولي خان په څېر د لیډرانو بیانونه نورو ورځپاڼو له ویرې نه خپرول ، رحمت شاه اپریدي به ډير په جرائت سره دغه بیانونه پخپل اخبار کې چاپول.د منشیاتو یوه مقدمه کې د نهه کاله بند تېرولو وروسته چې کله په جون کال ۲۰۰۴م کې رحمت شاه اپریدی له زندانه راخوشې شو نو هغه بیا هم څو کرته هڅه کړې وه چې خپله ورځپاڼه په پښو ودروي خو په دغه هڅه کې نه ؤ کامیاب شوی.
Forum