لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټانک ضلعه کې د ملېشه ځواک یو عسکر تېزندۍ کړی شوی دی


د خیبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې، نامعلومه کسانو د ملېشه ځواک یو عسکر چې خپل کور ته په رخصتۍ راغلی و، تېزندۍ کړی دی. د دې عسکر کورنۍ مقدمه درج کړې او ویلي یې دي چا سره شخصي دښمني نه لري.

د ټانک پولیس دا پېښه تایید کړه او د ضلعې پولیسو د مشر سید افتخار حسین شاه دفتر وي او اې ډیوه ته ویلي دغه پېښه د ټانک ښار نه نیزدې دیارلس کلومیټر لرې کړي، حیدر سیمه کې شوې ده.

دوی ویلي دغه ځوان ۲۴ کلن حکمت الله نومیږي ملیشا ځواک کې عسکر وو او په رخصتۍ کور ته راغلی و.

د پولیسو وینا ده د وژل شوي عسکر پلار خان بادشا پولیسو ته ویلي چې چا سره شخصي دښمني نه لري او تیر ماښام په موټر بیک د پټو نه کور په لار روان وو چې په لار کې په یو ناله کې د وړاندې نه پټو نامالومه کسانو مرۍ کې تار اچولۍ او ساه یې وربنده کړې او د هغه له قبضې څخه موټر باییک او نور مهم دستاوېزات او نقدې وړل شوي دي.

پولیس وايي د دې پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. تر دې مهال چا ذمه داري نه ده منلې خو یوې امنیتي سرچینې وویل دا دویمه پېښه ده چې په ټانک ضلعه کې رامینځ ته کیږي.

دې نه وړاندې د نومبر په میاشت کې د ټانک بوډي سیمه کې کور ته په رخصتۍ راغلی د ملیشا ځواک یو بل عسکر هم وژل شوی و.

دغه امنیتي سرچینې چې نه غوښتل خپل پیژندګلو څرګنده کړي وویل د دې غچ به اخلي. په ټانک ضلعه کې تیره ورځ د پاکستان پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه وکړه.

بنو کې زخمي شوی پولیس مړ شو

د یو بل خبر ترمخه، هغه پولیس عسکر چې دوه هفتې وړاندې په بنو کې د وسله والو په برید کې ژوبل شوی و، د پېښور په لیډي رېډېڼګ روغتون کې ساه ورکړې ده.

پولیس وايی محمد اشرف خان نومي هیډ کانسټېبل د نومبر په ۲۹مه د بنو په منډان سیمه کې د پوليو ټیم په حفاظت مامور وو چې د ډیوټۍ پرمهال د وسله والو په ډزو ټپي شوی و. بیا تر هغه وروسته پېښور کې روغتون ته وړل شوی و، خو نن یې هلته ساه ورکړې ده.

تیره میاشت بنو کې د پولیو ډیوټۍ پرمهال پرله پسې دوه ورځې دوه بریدونه شوي وو چې پکې یو پولیس اهلکار په ځایی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو. د دغه بریدونو ذمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG