لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تل ابیب کې مظاهره شوې - حماس سره اوس هم د سلو نه ډېر اسرایلیان یرغمل پاته دي


په زرګونو اسرایلیانو د خالي/شنبې په ورځ په تل ابیب کې مظاهره وکړه او په غزه کې یې د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د وروستي اوربند په ترڅ کې خوشې شوي یو شمیر اسرایلي وګړو په ویډیوګانو کې د دوی د بندیتوب د سختو شرایطو په اړه خبرې کړي دي.

مظاهره چیانو په غزه کې د اسرایل بیرغونه پورته کړي وو او د یو شمیر نورو یرغمل شویو عکسونه یې له ځان سره نیولي وو. یوه نښه په کې داسې لیک لرو "دوی په موږ باور لري چې مونږ به دوی له دوزخ څخه وباسو."

د حماس لخوا د اکتوبر په اوومه په اسرایل کې د وژنو وروسته د شاوخوا ۲۴۰ کسانو څخه یرغمل شوي کسانو نه ۱۰۰ د اوربند په ترڅ کې بیرته راستانه شوي، مګر ۱۳۷ لا هم په غزه کی حماس سره یرغمل پاته دي.

په یوه ویډیو کې، 77 کلن مارګالیت موسی وایی چې څنګه هغې هڅه وکړه چې له ځانه سره یو مشین واخلي چې د شپې په تنفس کې ورسره مرسته کوي، مګر د هغې تښتوونکو هغه ترینه واخېسته. پرځای یې، هغې ته وویل شول چې کښیني او خپل سر بیرته د دیوال سره ټیک کړي. هغې وویل: "ما کولی شو په دې لاره تنفس واخلم، خو ویده نشوم."

ادلینا موسیس وايي، نږدې ملګري یې په غزه کې له ۴۹ ورځو وروسته د اوربند پر مهال خوشې شوي دي. هغې وویل، د هغې ملګري زاړه دي، روغتیایی ستونزې لري او درملو ته لاسرسی نلري.

د ادلینا وینا وه: "هلته د خوراک وضعه خرابه وه. په اخیر کې موږ یوازې وریجې خوړلې."

د دسمبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلي اونیزه اوربند کې تر سلو ډېر اسرایلي یرغمل خوشي شوي وو. له هغه وخت راهیسې په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلو له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې جګړه بیا پیل شوې ده.

مایا او ایتا ریګیف وروڼه چې عمرونه یې 21 او 18 کالو دي، هغوي هم په خوشې شویو کسانو کې وو.

مایا وویل: "هره ورځ د دوزخ په څیر وه." "حقیقت کی ډیره ویره وه، د شپې مو خوب نه شو کولې. نه پوهېدو چی څه پیښیږي یوازې ویره وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG