لاس رسیدونکی لینک

 
ایبټ اباد: کوټه کې د ګېس جمع کېدو له امله یوه مور اؤ دهغې څلور ماشومان مړه شوي دي
تازه خبر

ایبټ اباد: کوټه کې د ګېس جمع کېدو له امله یوه مور اؤ دهغې څلور ماشومان مړه شوي دي


Abbotabad
Abbotabad

د خېبر پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې د یو کور دننه په کوټه کې د شپې په مهال دګیس جمع کېدو له امله یوه مور اؤ دهغې څلور اولادونه مړه شوي اؤ د ماشومانو پلار په سخت حالت کې هسپتال ته رسول شوی دی.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د نهې- سه شنبې په ورځ د ایبټ اباد په نوا شهر جوناکاري سیمه کې د یو مزدور کاره تن د کور دننه رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا د یاد تن د کور په کوټه کې د شپې په مهال دیخنۍ نه د بچ کېدو لپاره د ګیس هیټر لګیدلی ؤ خو د شپې ناساپي ګیس تللی ؤ اؤ چې بیا راغلی ؤ نو ددغه کور خلک اوده وؤ اؤ دګیس په راتللو پوهه شوي نه وؤ چې له دې امله ټول ګیس د هیټر نه په کوټه کې جمع شوی ؤ اؤ په اودو یې د یادې کورنۍ د شپږو کسانو ساه ګانې بندې کړې وې.

پولیس سرچینې وایي کله چې د ګیس بوي په چم کې خور شو نو د چم خلک یاد کور ته ورغلل اؤ د کور دروازه یې چې ماته کړه نو د شمیم بي بي په نوم یوه مېرمنه ، دهغې دوه وړې لوڼه اؤ دوه زامن مړه پراته وؤ اؤ خاوند یې په د بې هوشۍ حالت کې هسپتال ته رسول شوی دی.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې اکثر دشپې په وخت دګیس بندیدو اؤ بیا ناساپي دچالان کیدو اؤ یا هم دګیسونو د هېټرو اؤ نغرو سوري کیدو له امله دغسې پېښې رامخې ته کیږي چې تر اوسه پکې ګڼ شمیر میرمنو،سړو اؤ ماشومانو خپل ژوند بائللی دی.

په دسمبر کال 2021م کې هم دخیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې دیو کور دننه په کوټه کې دګیس جمع کیدو له امله ښځه خاوند اؤ دهغوئ څلور اولادونه مړه شوي وؤ.

تر دغې پېښې وړاندې په جنورۍ کې هم دپښتونخوا مانسهره سیمه کې دیو کور دکوټې دننه دشپې په مهال دګیس جمع کیدو له امله شپږ کسان مړه شوي وؤ.

په دغه پېښه کې هم ښځه،خاوند،دهغوئ درې ماشومان اؤ دماشومانو نیا مړه شوې وه.

په اګست کال 2020م کې دصوبې سرښار پېښور کې دیو خبریال عارف یوسفزئ په کور کې دګیس دسوري انغري نه د وتونکي ګیس له امله اور لګیدلی ؤ چې پکې ددغه خبریال دوه ماشومان مړه شوي وؤ.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG