د پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې اووه ښځې په هغه مارټر ګولۍ ټپي شوې دي چې د چارواکو په وینا د پاکستان پوځ وسلوالو طالبانو ته ور ویشتلې وو، خو پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه لا نه دي ویلي.
دا پېښه د جمعې په سهار وختي شاوخوا شپږ بجې د بر جنوبي وزیرستان د لده سب ډیویژن د مکین تحصل په «بازۍ کلي» کې شوې ده. ځایي خلک تور پورې کوي چې دا ښځې د پوځ په ډزو ټپي شوې دي او نن یې د پېښې په خلاف په مکین بازار کې احتجاجي مظاهره کړې ده.
د سیمې یو اوسېدونکي شېرزاده وي او اې ډیوه ته وویل په سیمه کې ګېس او بجلۍ نه شته او ځایي ښځو له معمول سره سم خپلو کورونو ته د سوځېدو لپاره لرګي راوړل چې تر برید لاندې راغلې.
شېرزاده تور پورې کړ چې پر دغو ښځو باندې له پوځي پوستو څخه د مارټر په وسیله ډزې شوې دي.
د مکین تاڼې پولیس چارواکو هم په دې پېښه کې د اوو ښځو د ټپي کېدو خبر تایید کړی او وایي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د سیمې امنیتي سرچینو د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته ویلي، د جمعې په سهار سپېدو مهال پر چیک پوسټ برید شوی وو او له هغه وروسته د ډزو تبادله شوې ده. پر چیک پوسټ د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.
سرچینو ورته ویلي دغه ځای «ممنوعه سیمه» ده ځکه چې وایي هلته ماینونه ښخ دي، وایي دا نه ده معلومه چې دغه ښځې په دغو ماینونو ټپي شوې دي که مارټر ګولۍ پرې لګېدلې ده.
خو په سیمه کې یو استخباراتي چارواکي پېښه تایید کړې او مشال رېډیو ته یې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي، هلته د پوځ پر امنیتي پوسته برید شوی وو او پوځ هغه لوري ته جوابي ډزې کړې او یوه مارټر ګوله دغو ښځو ته نیژدې لګېدلې ده.
پر ټولنیزو رسنیو باندې ګڼ شمېر سیاستوالو، فعالانو او ځایي خلکو پر دې پېښه سخت غبرګون ښکاره کړی او دوی هم تور پورې کړی چې دغه ښځې د پوځ په ډزو ټپي شوې دي.
د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر او د قومي اسمبلۍ مخکینی غړی محسن داوړ هم وایي چې پر ښځو امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي. داوړ د جمعې په ورځ پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:
"دا یوه نوې سپکه ده چې زموږ د خلکو خلاف د ریاست بې غوري ښکاره کوي. موږ غوښتنه کوو چې د دې ناوړه پېښې پلټنې وشي او ذمه واره کسانو خلاف اقدام وشي".
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې ځایي خلک د پېښې ځای ته- چې غر او ونې دي- ورغلي او دغه ښځې یې پر کټونو را اخیستې دي. دغه ټپي شوې ښځې وروسته د رزمک سیمې روغتون ته وړل شوې دي او علاج یې روان دی.
د وزیرستان ځایي خبریال شهریار مسید د ټپي شویو ښځو، د هغوی د خاوندانو او کلیو نومونه هم لیکلي چې پکې لیدل کېږي د ټولو ټپي شویو ښځو عمرونه د 30 او 40 کلونو تر منځ دي.
Forum