لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل منلې چې پرون یې د دوو پوځیانو په ګډون خپل درې یرغمل کسان په غلطۍ وژلي


د اسرایل پوځ منلې ده چې د جمعې په ورځ یې په غزه کې د دوو پوځیانو په ګډون د خپلو کومو درو یرغمل کسانو مړي موندلي وایي هغه په غلطۍ سره د دوی په مځکني برید کې وژل شوي دي.

دا درې کسانو په هغو 240 کسانو کې شامل وو، چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه په اسرایل باندې له برید وروسته غزې پټۍ ته یرغمل وړي وو.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري وایي، پوځ ته یې دغه یرغمل کسان په غلطۍ سره خطر ښکاره شوي وو، ځکه یې ورباندې برید کړی وو.

دا پېښه د غزه پټۍ په شجاعیه سیمه کې شوې وه، چې د اسرایل او حماس تر منځ سخته جګړه پکې روانه ده.

هګاري وایي دا لا نه ده معلومه چې دغه یرغمل کسان له حماس ډلې تښتېدلي وو او که هغوی پرېیښي وو. وایي‌ پوځ یې پر دې پېښه "ژور غم" ښکاره کړی او پلټنې یې کوي.

د اسرایل پوځ وایي دا پېښه په داسې سیمه کې شوې چې له تېرو څو ورځو راهیسې فعاله جګړه پکې روانه ده، خو وایي له دې پیښې یې سمدستي درس واخیست چې د جګړې په ډګر کې یې خپلو ټولو پوځیانو ته پرې پوهه ورکړې ده:

"ای ډي ایف په دې غمجنه پېښه ژوره خواشيني څرګندوي او کورنيو ته يې تسليت وړاندې کوي. زموږ ملي مِشن دا دی چې ورک شوي کسان ومومو او ټول یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته راستانه کړو".

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د یرغمل شویو کسانو وژنه یوه "نه زغمونکې غمیزه" بللې او هوډ یې یې څرګند کړی چې "خپلو کورونو ته د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوندي راستنیدو لپاره به عالي هڅو" ته دوام ورکوي.

اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ ویلي وو چې په غزه پټۍ کې یې د خپلو هغو درو اسرایلي وګړو مړي موندلي دي. دا درېواړه نارینه دي او وایي په دغو درو کسانو کې چې مړي یې موندل شوي دوه پوځیان او یو عام تن دی،‌ خو دا یې نه وو ویلي چې دوی څنګه او کله وژل شوي دي.

د اسرایل پوځ ویلي د غزې په شجاعیه سیمه کې یې د جمعې په ورځ د حماس د کمانډ او کنټرول مرکز تباه کړی او په خان یونس کې یې د وسلوالو پر مرکز "هدفي برید" کړی دی.

له حماس ډلې سره په 240 یرغمل کسانو کې 105 د اسرایل او حماس د اووه ورځنۍ ډزبندۍ په مهال خوشي‌ کړل شوي وو او اسرایل هغه وخت ویلي وو چې 135 یرغمل کسان یې لا له حماس ډلې سره دي.

اسرایل د تېرې سه شنبې- نهې په ورځ په غزې پټۍ کې له 135 بندیانو څخه 19 مړه اعلان کړي وو، دا اعلان یې د دوو یرغمل شویو د جسدونو له موندلو وروسته کړی وو.

د اسرایل د حکومت مطبوعاتي دفتر ویلي وو، چې د دغو 19 کسانو په فهرست کې یو د تنزانیا هېواد وګړی هم شامل دی.

تنزانیا ویلي دي چې د دوی دوه وګړي- چې د کرنې زده کوونکي دي- په هغو 240 کسانو کې وو چې حماس ډلې د اکتوبر په اوومه یرغمل کړي وو.

له حماس ډلې سره په یرغمل کسانو کې په لسګونو امریکایي وګړي هم شامل دي چې یو څه یې را خوشي کړل شوي او څه لا نور هم یرغمل دي او د امریکا حکومت بیا بیا د هغوی کورنیو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی را خوشي کول او خپلو کورنیو ته را ستنول یې لومړیتوب دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG