واشنګټن – د اسرایلو د پوځ مشر د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس پرضد روانه جګړه کې تر زرو زیات کسان نیولي او بندیان کړي دي.
د اسرایلو د پوځ لوی درستیز هرزي هېلوي د غزې دننه خپلو سرتېرو ته په وینا کې وویل، کله چې جګړه مار "وسله پر مځکه کېږدي او لاسونه پورته کړي، مونږ یې نیسو. مونږ پرې ډزې نه کوو."
هېلوي په یوې ویډیو کې چې د پوځ لخوا خپره شوې وايي، "مونږ له نیول شویو کسانو څخه زیات معلومات ترلاسه کوو. تر زرو زیات یې له مونږ سره دي."
د هېلوي خبرې وروسته له هاغې مخې ته راغلي چې سرتېرو په تصادفي ډول درې هغه اسرایلي بندیان وژلي چې پوځ وايي سپین بیرغونه یې رپول او کوښښ یې کاوه چې وژغورل شي.
Forum