د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د جبري بې درکیو پرضد د بلوچستان د تربت سیمې نه اسلام باد ته د روان احتجاجي لاریون په ګډون والو د پنجاب ډیره غازي خان سیمه کې د ریاست لخوا د طاقت د بې ځایه استعمال په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
پخپله یوه اعلامیه کې د بشري حقونو کمیشن ویلي چې پولیسو په ډیره غازي خان سیمه کې د لاریون ګډونوال په کوتکونو وهلي دي، د هغوی یو شمیر مشران اؤ سیمه ییز فعالان یې نیولي اؤ د هغوی کیمپ یې ړنګ کړی دی.
ایچ ار سي پي وایي، دا لانګ مارچ یا احتجاجي لاریون د عدالت تر شا د وژنو اؤ د جبري بې درکیو پرضد د احتجاج په توګه راجوړ شوی دی اؤ احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې ریاست دې د بلوڅ وګړو د ژوند اؤ ازادۍ د حق همدومره ساتنه وکړي څومره چې د نورو وګړو د حقونو کوي.
د بشري حقونو کمیشن خپله اعلامیه کې ویلي چې دپاکستان ایین خپلو وګړو ته د پرامنه اجتماع د ازادۍ حق ورکړی اؤ ریاست په مظاهرینو د طاقت په کارولو سره یو وارې بیا د دوي ددغه اییني حق څخه سرغړونه کړې ده.
د بشري حقونو کمیشن غوښتنه کړې ده چې نیول شوي مظاهره چیان دې په سمدستي ډول پرته له کوم شرطه خوشې کړی شي اؤ د لاریون برخه والو ته دې د اسلام اباد په لور تګ کې خنډان راپورته نه کړل شي.
د پنجاب پوليس وايي نيول شوي احتجاج کونکي يې بيرته خوشي کړي، خو دا يې نه دي ويلي چې څو احتجاج کونکې يې نيولي.
د نوم نه ښولو په شرط د پنجاب پوليس يوه لوړ پوړي چارواکي ډيوه ته ویلي، د پنجاب صوبې حکومت په ډيره غازي خان سيمه کې ماده 144 لګولې او پر احتجاجي غونډو يې بنديز لګولی وو نو ځکه يې ياد احتجاج کوونکي نيولي خو بيا يې بيرته خوشي کړي.
د بلوچ يکجهتي کونسل ارګنايزره ماه رنګ بلوچ د ټيلي فون له لارې د ډيوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته تېره ورځ ویلي "زموږ پينځلس ملګري د ډيره غازي خان پوليسو نيولي و او اوس يې راخوشي کړي خو دوی موږ ته خنډونه جوړوي."
د بلوچستان له تربت سیمې څخه دوه اونۍ وړاندې پېل شوی احتجاجي لانګ مارچ له بېلا بېلو بلوڅو سيمو څخه له راتېرېدو وروسته د بلوچستان په سر ښار کوټه کې درې ورځې احتجاج کولو پس د اسلام اباد پر لوري روان شوی دی.
Forum