لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان: مولانا فضل الرحمان مو ځکه کابل ته بللی چې ورته وښایو افغانستان پاکستان کې نا امني نه غواړي


په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې طالبان او د افغانستان خلک په پاکستان کې ناامني نه غواړي.

د پاکستان د یو شخصي ټي وي 'سما' د يوې پوښتنې په ځواب کې ذبيح الله مجاهد تاييد کړې ده چې د طالبانو حکومت دپاکستان د یوې سیاسي مذهبي ډلې جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

هغه وویل چې مولانا فضل الرحمان ته د سفر د بلنې ورکولو مقصد دا دی چې طالبان او د افغانستان خلک په پاکستان کې ناامني نه غواړي.

نوموړي ویلي، مولانا فضل الرحمان ته مو ددې لپاره بلنه ورکړې ده ترڅو هغه افغانستان ته راشي د پاکستان د مملکت اؤ پاکستاني ولس په اړه د افغان ولس اؤ "اسلامي امارت" له دریځه ځان خبر کړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي مولانا فضل الرحمان باید د کابل له سفر وروسته د پاکستان ولس ته ووایي چې دافغانستان خلک پاکستان کې نا امني نه غواړي.

هغه وویل د دوی حکومت هیڅکله نه غواړي چې دپاکستان سره یې اړیکې خرابې وي یا دې د پاکستان پرضد کوم اقدام وشي اؤ زیاته یې کړه چې په دې لړ کې مولانا فضل الرحمان غوره کردار ترسره کولی شي.

په ۱۶م دسمبر په اسلام اباد کې دطالبانو د حکومت استازي سردار شکیب احمد د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره لېدنه کړې وه اؤ هغه ته یې دطالبانو د حکومت له لوري دافغانستان د سفر بلنه ورکړې وه.

د جی یو آی د مشر اؤ په اسلام اباد کې دطالبانو د حکومت د استازي ترمنځ دا مهمه لېدنه وروسته له هغې شوې وه چې تېره اوونۍ افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټام ویسټ پاکستان ته سفر وکړو اؤ پاکستاني چارواکو سره یې د افغانستان په اړه له نزدې خبرې وکړې.

سر چینې وایي پاکستان کې د ترهګرۍ د سیوا شوؤ پېښو نه وروسته د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي اؤ پاکستان تر منځ خبرو لپاره خپل ځان منځکړتوب ته وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ اوړمه ورځ دا ګنګوسې رد کړې وې چې ګنې پاکستان د ټي پي پي سره خبرې کوي اؤ نګران وزیراعظم هم تېره اوونۍ ویلي وؤ‌ چې ټي ټي پي سره به هیڅ رقم مذاکرات نه کیږي بلکې هغوي ته به ځانونه تسلیمول وي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند د سرچینو له قوله یو شمیر پاکستاني رسنیو لیکلي چې د ټي ټي‌ پي د وروستیو بریدونو له امله د پاکستان د حکومت اؤ افغان طالبانو تر منځ حالات زیات ترینګلي شوي اؤ مولانا فضل الرحمان به هڅه وکړي چې ددې تعلقاتو په سمولو کې رول ولوبوي اؤ هم ټي ټي پي سره خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا پاکستان کې ترهګریز بریدونه سیوا شوي دي اؤ دا ځکه چې دپاکستان د مخالف وسله وال تنظیم ټي ټي پي مشران په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ د هلته نه پاکستان کې د ترهګرۍ منصوبې جوړوي.

خو د افغان طالبانو حکومت بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي پاکستان باید د خپل امنیت د ذمه وارۍ بار د افغانستان په اوږو وا نه چوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG