لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایم ایس ایف: د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د روغتیایي‌ نظام خرابۍ د مړینې خطر زیات کړی


د بې پولې ډاکټرانو تنظیم ایم ایس ایف وايي د افغانستان د بلخ ولایت د مزار شریف په ځايي روغتون کې هره میاشت اوسط درې زره سخت ناروغه ماشومان او 546 د زیږون وروسته په ناروغۍ اخته ماشومان بیړني وارډ کې داخلوي.

ایم ایس ایف دا وخت د سختې څارنې لاندې یو مرکز او بیړنۍ خونه لري چې پکې تر 15 کالو عمر پورې ناروغه ماشومانو د چاڼ وروسته سختو ناروغه ماشومانو ته درملنه ورکول کیږي.

د کال 2023 د اګست په میاشت کې د میدیسنز سنز فرنټېرز یا بې پولې ډاکټرانو په نوم تنظیم د افغانستان په مزارشریف کې د صحي چارو وزارت په همکارۍ د ماشومانو او د زیږون سمدستي وروسته په ناروغیو د اخته بچیانو درملنې لپاره په یوه سیمه زیزه روغتون کې خپلې ځلې پیل کړې.

د کار موخه يې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په کم عمر کې د ماشومانو د مړینې شرحه راکمول وو.

ایم ایس ایف وایي له هغه وخته چې دوی د کم عمره ماشومانو د سخت څارنې لاندې وارډ کې خپل فعالیتونه پیل کړي، د بستر د نیولو اوسط کچه د 140 سلنه څخه زیاته ده:

"په حاضر وخت کې د 27 ماشومانو لپاره جوړ وارډ کې د 60 ماشومانو درملنه روانه ده".

پکار ده چې مونږ اضافي وسایل پکار راوستي وای او د محدوده صلاحیتونو او د ځای د کمښت لوی کړاو مو راکم کړی وای چې هر ناروغه ته د پاملرنې لپاره ځانله سهولت ورکړل شوی وای.

په مزار شریف کې د یاد تنظیم مشره هیدي هاشتن بیچ وايي، مونږ په مزار شریف کې دې کار ته دوام ورکړ چې په افغانستان کې سختې درملنې ته د حاجت لرونکو خلکو، په خصوصي توګه ماشومان او کم عمره زېږېدلي ماشومانو ته پاملرنه وشي:

"د وسایلو کمی دی، د صحي چارو نظام ناقصه دی او غوښتنه يې زیاته ده".

نوموړې زیاتوي په بلخ کې د بسترو د کمي په ستونزه کې دوی کومک کوي کوم چې ددې په فکر د ولایت په روغتیایي نظام کې ژوره ستونزه ده.

په افغانستان کې د وړاندې نه د صحت نظام کې چېلنجونه موجود وو خو د کال 2021 اګست میاشتې راهیسې کله چې طالبانو واک په هیواد کې ترلاسه کړی او نړیوالې مالي مرستې کمي شوې، دغه نظام کې نیمګړتیاوي نورې ډیرې شوي دي.

د یادې ادارې په رپوټ کې ویل شوي د روغتیایي نظام ډهانچه خرابه شوې او د صحت په چارو کې د کارکوونکو شمېر کم شوی چې له کبله يې د ډېرو خلکو درملنې ته رسايي نه کیږي او د ماشومانو د مرګونو خطر سېوا شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG