لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل عاصم منير: پاکستان د امریکې سره اړيکې پراخول غواړي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "پاکستان غواړي د امریکې سره د اوږدې مودې د ملګرتيا پراخه اړیکې ولري". نوموړي ویلي "د امریکې په سفر کې یې د امريکې د سیاسي او پوځي مشرتابه سره مثبتې خبرې شوي او په راتلونکې کې اړیکې نورې پياوړې کول غواړي".

د پاکستان پوځ نن د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، جنرل عاصم منير په امریکا کې د تېنک ټېنکس او مطبوعاتو د يادو غړو سره ليدلي او خبرې کړي دي.

پوځي مشر په خبرو کې د سيمه يیز امنيت، نړیوالې ترهګرۍ او سویلي اسيا کې د سټراټيجيکي ثبات په اړه د پاکستان نظر وړاندې کړی دی.

جنرل عاصم منير ویلي، "پاکستان د جيو پوليټيکل او جيو اکنامک دواړو له نظره نتیجې ورکوونکی هيواد دی او غواړي چې د منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو سره د پياوړو اړيکو دپاره رول ولوبوي".

د عاصم منیر په خبره، "پاکستان د بلاک يا ډلې پرې په سياست باور نه لري او د ټولو دوستو هېوادونو سره د برابرۍ په بنياد اړيکو لرلو يقين ساتي".

د پاکستان پوځي مشر ويلي، "پاکستان د لسيزو راهسې د نړيوال امنيت او سيمه ييزه ثبات دپاره د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې ټينګ ولاړ دی".

نوموړي زياته کړې، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې قربانۍ ورکړي او د پاکستان د ولس د خواهشاتو مطابق به دغه جګړه منطقي انجام ته رسولو پورې جاري ساتي".

نوموړي په خبرو کې د کشمير او غزې په حواله هم څرګندونې کړي دي.

له دې وړاندې نوموړي د امريکا د مرکزي کمانډ د مشر جنرل مايکل اېرک کوريلا سره لیدلي وو.

د پاکستان پوځ د نهې- شه شنبې په ورځ ويلي وو، په دغه ليدنه کې دواړو پوځي مشرانو د شریکو ګټو، او په ځانګړي ډول د سیمه يیزه امینت په برخه کې د مرستو په اړه خبرې اترې کړې وې.

د پاکستان د پوځ ترمخه جنرل عاصم منیر چې د لسم دسمبر څخه د امریکا په سرکاري سفر دی، د سينټکام د مشر سره د ليدو وړاندې د پاکستان پوځ ویلي وو، جنرل عاصم منير د امریکې د لوړ پوړو حکومتي او پوځي مشرانو سره لېدنې کړي او د سیمې او نړۍ په یو شمیر مهمو موضوعاتو، او ترهګرۍ ضد د مبارزې او دفاعي همکاریو باندې یې ورسره خبرې کړې وې.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې وخت کې د امریکا سفر کړی چې د نوموړي د سفر په مهال په 12م دسمبر د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په پوځي کېمپ ځانمرګی بريد شوی، په يو ځای پکې 23 پوځيان وژل شوي وو.

د ياد ځانمرګي برید وروسته پاکستان په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته سخت احتجاج کړی او ټینګار یې کړی وو چې د افغانستان په خاوره مېشت د ټي ټي پي مشران باید ونیسي او اسلام اباد ته یې وسپاري.

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو شوی برید افغانستان پورې هیڅ تړاو نه لري.

مجاهد ويلي وو، که پاکستان ددې برید په اړوند افغانستان ته شواهد ورکړي نو د دوي حکومت به یې په اړه پلټنې کړي خو د دغسې بریدونو مخنیوی باید د پاکستان دننه وشي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG