حماس ویلي، مشر یې اسماعيل هنيه په غزه کې د روانې جګړې په باب د خبرو دپاره مصر ته رسېدلی دی، د خبري اداې اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه، حماس قاهرې ته د خپل مشر د تلو خبر تاييد کړی دی.
حماس ويلي، مشر به یې په مصر کې د لوړپوړو چارواکو سره مذاکرات کوي، خو حماس په دغه حواله نور څه نه دي ويلي.
د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه، هنیه مصر ته د تلو وړاندې په دوحه کې د ایران د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبدالله سره ليدلي وو.
د خبر ترمخه د هنيه سره د حماس لوړ پوړی پلاوی مصر ته تللی او د نورو چارواکو ترڅنګ د مصر د استخباراتي ادارې مشر عباس کمال سره به هم ويني. او په خبرو کې به د جنګ بندۍ، بنديانو د خوشي کولو ترڅنګ د غزه د پټۍ د محاصرې ختمولو سره په نورو موضوعاتو خبرې کوي.
د حماس سره په جګړه کې ملاتړې شريکې ډلې اسلامي جهاد هم اې اېف پي ته ويلي، د حرکت الجهاد اسلامي فلسطين د مشر زياد النخله هم قاهرې ته د تلو امکان شته.
روانه اوونۍ حماس او اسلامي جهاد د اسرايل د يرغمل شوو ویډيوز خپرې کړې وې، يرغمل شوو د اسرایل د حکومت نه د اقداماتو غوښتنه کړې وه.
له دې وړاندې د نومبر په وروستيو کې د اسرايل او حماس جنګ بندي چې د څلورو ورځو نه تر اووه ورځو پورې غځول شوی، حماس پکې د 100 يرغماليان خوشي کړي وو، حماس د اووم اکتوبر په اسرايل حمله کې د 1200 پورې کسان وژل شوي او 240 یې يرغمل کړي وو.
د حماس د حملې په ځواب کې اسرايل په غزه کې د حماس پرضد جګړه پېل کړې، د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت د وزارت ترمخه د اسرايل په بمبارۍ کې د 19000 نه زيات کسان وژل شوي، زياتره یې ښځې ماشومان او ملکي خلک دي.
په امنيت شورا کې قرارداد
د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د جنګ بندۍ دپاره د شورو/ چارشنبې په شپه د بل قرارداد وړاندې کېدو امکان څرګند کړی شوی دی، د نهې/ سه شنبې په ورځ د قرارداد وړاندې کول وروسته کړی شوی وو.
د رپورټونو ترمخه په قرارداد رایې ورکول ځکه وروسته کړل شوي چې امریکا د امنیتي شورا ويټو کولو واک کارولو څخه ودرول شي.
له دې وړاندې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې د جنګ بندۍ دپاره وړاندې کړی شوي قرارداد باندې رایې ورکړل شوې، 110 هيوادونو یې په حق کې، لسو یې مخالفت کړی او 23 په رای ورکولو کې برخه نه وه اخستې.
امریکې، اسرايل، اسټريا، چيکیا، ګويټی مالا، لايبيريا، پاپوانيوګنی، پيراګوی، مايکرو نيشيا او نوارو یې په مخالفت کې ووټ ورکړی وو.
د امنیتي شورا په قرارداد عمل کول لازمي يا ضروري وي خو د جنرل اسمبلۍ په قراردادونو عمل لازمي نه وي، خو دا د نړۍ د رای معلومولو دپاره مهم وي.
(د خبر معلومات د اې پي او اې اېف پي څخه اخستل شوي)
Forum