لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنکي پابندیو پر مهال، افغانستان د روسي تېلو درامدات او تجارت زیات کړی


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رژیم د روس نه د تېلو درامدات سېوا کړي، او د ۲۰۲۲ کال په نسبت چې په کې یې د روس نه ۲۴۶۰۰۰ ټنه تېل درامد کړي و، د ۲۰۲۳ کال په تېرو یوولسو میاشتو کې یې څه باندې ۷۱۰۰۰۰ ټنه تېل درامد کړي دي. د طالبانو د چارواکو وینا ده چې د دې درامداتو په نتیجه کې د تېلو د تجارت کچه د درې سوه (۳۰۰) میلینه ډالرو نه اوړېدلې ده.

دا چې د طالبانو په حکومت نړېوالې پابندۍ لګېدلي دي، تر اوسه دا نده ښکاره شوې چې د دوی د حکومت مالي سېکټر د دغو تېلو د اخېستو پیسې په څه طریق ادا کړي دي.

له کله نه چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړی دی، افغانستان سره بنکي لېن دین د نړېوالو پابندیو له امله محدود پاته شوی دی.

امریکا دغو پابندیو ته استثنی ورکړې ده، چې بنیادي وجه یې بشري مرستې دي، په دې شرط چې د دغو مرستو نه د طالبانو مشران او یا ادارې مفاد ترلاسه نکړي.

تېر کال طالب چارواکي د روس سره عارضې معاهده وکړه چې د هغه ملک نه یو میلین ټن پټرول، یو میلین ټن دیزل، او پېنځه لکه ټنه اوبلن یا مایع ګېس درامد کړي.

د واشنګټن په وېلسن سنټر کې د اېکنامک سټېټ کرافټ انېشیټیو څانګې مشر کېمبرلي ډونووان وي او اې ته وویل: "که څه هم طالبان او روس دواړه جدا جدا د مغربي ملکونو د پابندیو ښکار دي، خو داسې څه محدودیت نشته چې د امریکا او مغربي مالي سیسټمونو نه بهر دې د یو بل سره د دوی (طالبانو او روس) ترمنځ د تجارت صلاحیت محدود کړي."

امریکا د روس د تېلو په برامداتو پابندۍ ندي لګولي، مګر واشنګټن او د هغه یورپي اتحادیانو د روس د تېلو قیمت ته یو حد ټاکلی دی، چې مقصد یې د اوکراین د جنګ دپاره د ماسکو د آمداتو راکمول دي.

د امریکا د خارجه وزارت یو ترجمان وي او اې ته پخپل لیکل شوي بیاناتو کې ویلي: "د تېلو قیمت ته د حد ټاکل، داسې یو میکانزم دی چې اجازت ورکوي عالمي بازارونو ته د روس د خامو تېلو او د پټرولیم د پیداوارو راتګ جاري وساتلی شي، خو په عین حال کې هغه آمدنات راکم کړي چې د پوټین جنګ ورباندې چلیږي."

افغانستان ته د روس د تېلو برامدات، چې یوولسو میاشتو کې څه باندې درې سوه میلینه ډالر بلل شوي دي، ماسکو ته کومه لویه معامله نده ځکه صرف په اکټوبر میاشت کې د تېلو د درکه د روس آمدن له یوولس (۱۱) بلین ډالرو زیات و.

سیمه ییز تجارت

د طالبانو د واک اختیار لاندې افغانستان کې چې کله د بهرنیانو ترقیاتي امدادونه بند کړی شول، نو د ملک اقتصاد ۲۵ فیصده کمزوری شو، او ورلډ بنک زیاتوي چې د پېشګویۍ له مخې، سږکال د افغانستان اقتصاد کې کومه وده یا ترقي نه وي.

په عالمي کچه د علیحدګۍ باوجود، طالبانو په سیمه کې د څو ملکونو سره پیاوړی تجارت جاري ساتلی دی. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ نه تر اکټوبر میاشتې پورې د افغانستان د درامداتو ارزښت ټولټال د شپږ اعشاریه درې (۶.۳) بلین ډالرو نه سېوا شوي، چې د تېر کال په نسبت پنځه وېشت فیصده (٪۲۵) اضافه په کې لیدلی کیږي.

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ تعلقات په دې وروستیو کې د پاکستان نه د کډوالو د اېستلو او امنیتي فکرمندیو په وجه خرابې شوې دي، خو بیا هم پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شریک پاته شوی او سږکال افغانستان ته د پاکستان د برامداتو کچه له یو اعشاریه درې اووه (۱.۳۷) بلین ډالرو نه سېوا شوې ده.

د طالبانو یو چارواکي د افغانستان ځایي ټي وي، طلوع نیوز ته ویلي چې په نوامبر میاشت کې د افغانستان د برامداتو ارزښت دوه سوه و اووه ویشت (۲۲۷) میلینه ډالر ته ورسېد، خو د درامداتو کچه شپږ سوه یو اتیا (۶۸۱) میلین ډالر وه.

مختلفو ملکونو ته د افغانستان اهم صاردات چې کوم دي، هغو کې خوراکي مواد او کوېله شامله ده.

د طالبانو په حکومت کې د تجارت وزارت ترجمان عبدالسلام جواد په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې یوې خپرې شوې وېډیو کې ویلي: "په تېرو یوولسو میاشتو کې د کوېلې د برامداتو کچه دوه سوه و دوه پنځوس ۲۵۲ میلین ډالرو ته ورسېدله."

جواد زیاته کړې چې د افغانستان یوې کارخانې شپېته (۶۰) ټنه کشمش یا ممیز روس ته برامد کړي دي.

د روس ابهام

ماسکو او بجېنګ دواړو د افغانستان سره سفارتکاري او تجارتي تعلقات ساتلي دي، مګر صرف روس د طالبانو ضد ځیني سیاسي مشرانو ته ځای ورکړی، کوم چې د طالبانو د حکومت نسکوره کېدل غواړي.

د افغانستان د څېړونکو د نېټورک یو څېړونکی ټامس روټېګ په یو اېمیل کې وي او اې ته لیکلي دي: "د طالبانو په وړاندې د روس عمومي تګلاره مبهمه ښکاري، او هر امکان/دروازه يې پرانېستې پرېښودلې."

روټېګ زیاته کړې چې، "د طالبانو سره د روس تعلقات، ډېر د افغانستان یا طالبانو دپاره ندي، بلکه د امریکا/غربي ملکونو او د روس او چین ترمنځ په عالمي ځغل کې یو عنصر ګڼل کیږي."

د شورو/چهارشنبي په ورځ د ملګرو ملتونو په سیکوریټی کونسل یا امنیت شورا کې د افغانستان په حوالې سره یوې غونډې کې د روس استازي واسیلي نېبنزیا وویل چې په ۲۰۲۱ کې د امریکايي قواوو د انخلا نه پس، طالبانو د افغانستان د سقوط یا ړنګېدو مخه ونیوله.

مګر دغه روسي سفارتکار د طالبانو د واک اختیار لاندې افغانستان څخه د ترهګرۍ د خپرېدو د خطرو په اړه فکرمندۍ څرګندې کړلې.

د روس استازي وویل: "دا واضحه ده چې د ترهګرو د مکمله له منځه وړلو دپاره، هغه څه چې طالبانو ترسره کړي دي، کافي ندي او مرکزي اېشیا ته د [ترهګرۍ] د خورېدو خطرې ډېرې حقیقي پاته دي."

واسیلي نېبېنزیا د افغانانو دپاره د بشري امداد غږ پورته کړ، خو د یادونې وړ ده چې سږکال د ملګرو ملتونو په مشرۍ چې د افغانستان دپاره د بشري امداد د راغونډولو خواست وشو، نو پخپله روس په کې هېڅ برخه وانخېسته. د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان ته چې د څه امداد خواست شوی و، د هغه په نسبت شوې مرستې شپېته فیصده کمې دي. مګر امریکا د ملګرو ملتونو دا غږ پر ځمکه ندی غورځولی او افغانستان ته یې د دې لارې څه باندې ۳۷۰ میلین ډالر مرسته کړې ده.

د دې رپوټ ځیني برخې او معلومات د روئټرز نه اخېستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG