د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کوز جنوبي وزيرستان کې نامالومو وسله والو د يوې پوليس تاڼې په جوړونکو مزدورانو ډزې کړي، پينځه مزدوران پکې وژل شوي او يو بل سخت ژوبل شوی دی.
د کوز جنوبي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او فرمان الله جان) دفتر وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، د کوز جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه نه په اووه کلوميټره لويديځ پله پرتې علاقې "دژه غونډۍ" کې نوې پوليس تاڼه جوړېده تېره شپه ناوخته نامالومه وسله وال راغلي د مزدورانو په خېمه یې ډزې کړي، پينځه مزدوران پکې په ځای وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.
د چارواکو په وينا د ژوبل مزدور روغتيايي حالت سخت دی.
د پوليسو ترمخه، د پينځه واړو وژل شوو مزدورانو تعلق د جنوبي وزيرستان د شکۍ علاقې سره دی.
پوليس ويلي، دا د ترهګرۍ پېښه ده. د پېښې پلټنې پېل کړی شوي او علاقه په ګېره کې اخستل شوې ده.
تر دې مهاله د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
د اګست په مياشت کې په شمالي وزیرستان په يو ګاډي بمي چادونه شوې 11 کسان پکې وژل شوي وو. دغه پېښه د شوال "ګل میر کوټ" ته نزدې سیمه کې پر هغه ګاډي باندې شوې وه چې د یو چیک پوست په ودانۍ کارکوونکي مزدوران د کار وروسته د خپلې استوګنې ځای ته پکې روان وو.
د يادو وژل شوو مزدورانو تعلق هم د جنوبي وزيرستان سره وو.
د خېبرپښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان پولې د افغانستان، د بلوچستان صوبې د ژوب، د کوز جنوبي وزيرستان، ټانک او وزيرستان سره لګېدلې دي.
په وروستيو کې په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په امنیتي ځواکونو بريدونو شوي او په 12م دسمبر ډېره اسماعیل خان کې په پوځي عارضي کېمپ بريد کې 23 پوځيان وژل شوي وو.
تحریک جهاد پاکستان ډلې د بريد زمه واري منلې وه.
Forum