د پاکستان الېکشن کمېشن نن د جمعې په ورځ (22م دسمبر) وويل، د سياسي ګوندونو په غوښتنه د امېدوارانو د اسانتيا په لړ کې د کاغذات نامزدګۍ جمع کولو دپاره نور دوه ورځې وخت ورکړی شوی دی.
الېکشن کمېشن په خبر پاڼه کې ويلي، اوس به کاغذات نامزدګي د ريټررننګ افسرانو په دفتر کې د 24م دسمبر 2023م (اتوار/يکشنبې) پورې جمع کولی شي.
له دې وړاندې الېکشن کمېشن د کاغذات نامزدګۍ جمع کولو دپاره اخري نېټه د نن (جمعې د ورځې) پورې ورکړی شوې وه.
د رپورټونو ترمخه، پاکستان مسلم ليګ ن، اېم کیو اېم پاکستان او بلوچستان عوامي پارټۍ د کاغذات نامزدګۍ د وخت سېوا کولو غوښتنه کړې وه.
الېکشن کمېشن په خبر پاڼه کې ويلي، ريټررننګ افسران به د کاغذات نامزدګۍ جانچ پړتال د 25م نه تر 30م دسمبر پورې کوي او نور ټول عمل به د وړاندې نه اعلان شوي شيډول مطابق وي.
د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان کړی په ملک کې به عامې ټولټاکنې/ انتخابات په اتمه فرورۍ 2024م کیږي.
Forum