د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پرون د غزې په اړه قرارداد باندې د رایو اچولو بهیر بیا ځنډېدلی او تمه ده چې نن د جمعې په ورځ ورباندې رایې وشي، خو اسرایل ویلي چې په مرکزي غزه کې به خپلو مځکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي.
بلې خواته د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی چې په غزه پټۍ کې تر نیم میلین یا پینځه لکه زیات فلسطینیان د لوږې له خطر سره مخ دي.
د امنیت شورا د رایو اچولو بهیر له تېرې ګل- دوشنبې راهیسې پرله پسې ځکه ځنډول کېږي چې امریکا یې د مسودې د ژبې پر ځینو ځایونو اعتراض لري او ملاتړ یې نه کوي.
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د قرارداد په مسوده کې ځینې بدلونونه راوستل شوي، په هغه کې دا غوښتنه هم ترې ایستل شوې ده چې وایي "جګړې دې په سمدستي توګه ودرول شي" او مرستو ته دې اجازه ورکړل شي.
دغه قرارداد عرب امارات وړاندې کوي او استازې یې لانا نسیبه له امریکا سره پرله پسې په خبرو بوخته وه چې د قرارداد ملاتړ ته یې وهڅوي.
په ملګرو ملتونو کې د مریکې استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د پنجشنبې- زیارت په ماښام خبریالانو ته وویل، امریکا په دې برخه کې کار کوي او امنیت شورا ته "د یو داسې قرارداد راتلو په تمه ده چې ملاتړ یې وکړي".
مېرمن ګرینفیلډ ویلي که د قرارداد مسوده په اوسني ترمیم شوي شکل کې وي نو دوی دې ته تیار دي چې رایې ورکړي، "دا یو داسې قرارداد دی چې په بنیاد به یې موږ مجبوره خلکو ته بشري مرستې رسوو".
د قرارداد په نوې مسوده کې د ملګرو ملتونو پر عمومي مشر انتونیو ګوتېریش باندې ږغ شوی یو "لوړپوړی د بشري او د بیارغونې د چارو ذمه وار تن" دې وټاکي چې بیا غزې ته په بیړه د مرستو رسېدو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.
د امریکا سفیره توماس ګرینفیلډ ویلي، دا ځل د قرارداد مسوده ډېره زوروره ده او وایي عرب هېوادونو هم د قرارداد په مسوده کې د راوستل شويو بدلونونو ملاتړ کړی دی، ځکه چې وایي هغوی غزې ته د مرستو رسېدو اړتیا یادوله او د دې قرارداد مقصد همدا دی.
ملګري ملتونه وایي که غزې پټۍ ته په کافي اندازه بشري مرستو ته اجازه هم ورکړل شي، خو وایي هلته د امنیت نشتوالی، د تېلو او مواصلاتي نظام د ځنډېدو له کبله به ګرانه وي چې مرستې ورسېږي او بیا یې د سمدستي بشري ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.
په نړۍ کې د لوږې او خوراک څارونکې د ملګرو ملتونو ادارې (ای پي سي) د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبرداری ورکړ، چې د غزې ټوله ابادي یعنې تر دوه میلینه زیات خلک له شدیدې لوږې سره مخ دي.
بل لور ته روانه اوونۍ په مصر کې په روانو هغو خبرو کې د ممکنه پرمختګ لپاره هیلې کمې شوې چې مقصد یې د اسرایلو او حماس تر منځ د نوې ډزبندۍ تړون ته لاره برابرول دي، ځکه چې د اسرایلي ځواکونو هوایي بریدونه پرله پسې روان دي.
د اسرایلو پوځ د جمعې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د مځکنیو عملیاتو تر پیلولو مخکې د البوریج سیمې اوسېدونکو ته امر کړی چې سمدستي جنوبي سیمو ته لاړ شي، تر دې مخکې یې په شمالي او جنوبي غزه کې هم دوې میاشتې پرله پسې بمبارۍ کړې وې.
Forum