د پاکستان سرکاري خبري ادارې (رېډيو پاکستان) په وېبپاڼه پرون د ورکړی شوو شمېرو ترمخه، د زیارت- پنجشنبې په ورځ 1483 غېر قانونه يا بې اسناده افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ويل شوي تراوسه پورې ټول څلور لکه 43,376 افغانان بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان څخه د افغان کډوالو بیرته خپل هېواد ته ستنېدو اکثره خبرونه رېډيو پاکستان خپروي.
په تازه خبر کې نور تفصيل نه دی ورکړی شوی چې دغه کډوال د کله نه او په کومو کومو لارو بيرته ستانه شوي دي.
خو د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند د کډوالو په نړيواله ورځ 18م دسمبر يو بيان کې د هغو هيوادونو مننه کړې کومو کې کډوالو ته په کلونو کلونو ځای ورکړی خو ورسره یې زياته کړې وه،
"اوس زمونږ هیله دا ده چې د مهاجرينو لویی او بشري موضوع ته دې له سياسي ليدلوري او د فوري ګټو او فېصلو له زاويې نه کتل کيږي، د فشار په ډول دې نه کارول کيږي".
اخند ويلي وو، "د کډوالو د بيرته ستنولو عمل دې په عزت او تدريجي توګه وي، هسې نه دا د بشري الميې او په اوږدو کې د هيوادونو ترمنځ د کرکې او بدبينۍ (بداعتمادۍ) سبب ونه ګرځي".
د څيړونکو په نظر، د پاکستان نه د افغانانو ویستلو په شا يوه وجه پاکستان کې د زیاتیدونکې ترهګرۍ هم ده، خو د دوی په خيال پاکستان په دې ګام سره په افغان طالبانو فشار زیاتول غواړي.
پاکستان وخت په وخت دعوه کوي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشرتابه او غړي په افغانستان کې ځالې لري، په افغانستان کې واکمن طالبان دې د هغو پرضد کلک اقدام وکړي.
د تېرې مياشتې (نومبر) په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
Forum