لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیصل اباد: پولیس وایي د ترهګرۍ ګڼو پېښو کې ککړ ترهګر غضنفر ندیم اؤ د هغه ملګری یې وژلي


د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې په عملیاتو کې یې مهم یو وسله وال ترهګرغضفر ندیم اؤ د هغه بل ملګری وژلي دي

د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې ده، غضنفر ندیم چې د خالد حبیب په نوم مشهور ؤ فیصل اباد کې د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ایس آی په دفتر د حملې په شمول د ترهګرۍ تر لسو زیاتو پېښو کې ککړ ؤ.

بیان کې ویل شوي چې د هغه د نیولو لپاره د استخباراتي معلوماتو په اساس د پنجاب په چینوټ ضلعه کې عملیات شوي اؤ ددغه عملیاتو په مهال تندروه کمانډر غضنفر ندیم اؤ دهغه یو بل وسله وال ملګری وژل شوي دي.

د غضنفر ندیم په هکله ویل شوي چې هغه د کال 2011 راپدیخوا د بې کچه مطلوبو ترهګرو په فهرست کې شامل ؤ اؤ د پنجاب حکومت د هغه د سر قیمت 25 لکه روپۍ مقرر کړی ؤ.

په کال 2011م کې د پنجاب په فیصل اباد ښار کې د استخباراتي شبکې آی ایس آی په دفتر یو خونړی برید شوی ؤ اؤ په دغه موقعه شوې بمي چاودنه کې لږ تر لږه 34 کسان وژل شوي اؤ تر 70 نور ژوبل شوي وؤ.

د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو په بیان کې ویل شوي چې وژل شوي تندروه کمانډر په دغه برید کې د لاس لرلو ترڅنګ تر دولسو زیاتو ترهګریزو بریدونو کې لاس لرلو اؤ امنیتي ادارې له ډيره وخته په هغه پسې لګیدلې وې.

په بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې د وژل شوي تندروه کمانډر تعلق د کومې وسله والې ډلې سره ؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG