د خېبرپښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې په کور د اور لګیدو له امله د دغه کور کوټه راغورځېدلې چې په کې یوه مېرمن اؤ د هغې اته بچیان مړه شوي دي.
د سیمې نه سرچینو د اتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د ایبټ اباد د قلندر اباد په ترهیړي کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې وویل دغلته په د ذاکر عباسي نومې تن یو کچه کور کې د بجلۍ د شارټ سرکټ له امله اور لګیدلی ؤ اؤ ددغه اور په مهال د کور یوه کوټه راغورځېدلې چې هغې د ذاکر عباسي مېرمن اؤ دهغه څلور زامن اؤ څلور لوڼه ګېر کړي دي.
سرچینه وایي چې پخپله ذاکر عباسي د مزدورۍ په لړ کې په کراچۍ کې مسافر دی اؤ د هغه ماشومان د لرګیو نه په یو جوړ کور کې اوسیدل چې د اور لګیدو له امله د ذاکر عباسي مېرمن اؤ اته ماشومان په دغه اور کې لولپه شوي دي.
سرچینه وایي د پېښې سره سم مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي په کور لګیدلی اور یې وژلی اؤ د ملبې نه یې د مېرمنې اؤ د هغې د اتوؤ بچو مړي راویستلي دي.
ایبټ اباد کې د دولتي مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ افسر حفیظ الرحمان رسنیو ته دې پېښه کې د نهو کسانو د مړینې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د وژل شوې مېرمنې عمر ۴۵ کاله دی اؤ د بچو عمرونه یې د اتوؤ کالو نه نیولي تر ۱۸ کلونو دي.
ایبټ اباد د پښتونخوا یوه یخه سیمه ده چې اکثره د ژمي په موسم کې دغلته خلک د یخنۍ نه د بچ کېدو لپاره د ګیس اؤ بجلۍ هیټرې استعمالوي اؤ زیاتره مهال د ګیس اؤ بجلۍ دغه هیټرونه د ورته پېښو سوب جوړیږي.
په ۱۳م دسمبر هم ایبټ اباد کې د یو کور دننه په کوټه کې د شپې په مهال دګیس جمع کېدو له امله یوه مور اؤ دهغې څلور اولادونه مړه شوي وؤ اؤ د ماشومانو پلار په سخت حالت کې هسپتال ته رسول شوی ؤ.
تر دغې پېښې وړاندې په جنورۍ کې هم دپښتونخوا مانسهره سیمه کې دیو کور دکوټې دننه دشپې په مهال دګیس جمع کیدو له امله شپږ کسان مړه شوي وؤ.
په دغه پېښه کې هم ښځه، خاوند، د هغوئ درې ماشومان اؤ د ماشومانو نیا مړه شوې وه.
Forum