لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅو د یووالي کونسل وایي تر ۱۰۰ زیات فعالین یې اوس هم پولیسو سره دي او ځېنې یې لا درکه کړل شوي

د پاکستان مرکزي چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ‌ منلې ده چې اسلام اباد کې د بلوڅانو د روان احتجاج په مهال نیول شوي ۲۹۰ فعالین یې خوشې کړي خو د بلوڅو د یووالي کونسل د خپلو فعالینو د خوشې کېدو دعوه ناسمه بللې ده.

د بلوڅانو د یووالي کونسل پخپل بیان کې ویلي چې له اوږدې مبارزې وروسته تر اوسه د دوی یو سل او شپېته (۱۶۰) نه زیات مظاهرین خوشې کړل شوي اؤ د اسلام اباد د پولیسو بیان ناسم اؤ غیر منطقي دی.

بیان کې ویل شوي تر ۱۰۰ زیات بلوڅ احتجاج کوونکي اوس هم پولیسو په ولکه دي اؤ په دوی کې څه لادرکه هم دي.

د کونسل بیان کې ویل شوي چې پولیس دوی اؤ میډیا ته کره معلومات نه ورکوي.

بیان کې ویل شوي "ډاکټر ظهیر بلوچ لادرکه دی اؤ موږ ته د هغه ژوند ته فکرمند یو".

په اسلام اباد کې نیول شوي دا بلوڅ مظاهره چیان په بلوچستان ایالت کې د جبري لا درکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو په ضد د احتجاج لپاره اسلام اباد ته راغلي وؤ.

د اسلام اباد څخه د وي او ای د همکار ایاز ګل له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر ایکس رسنۍ خپور شوي خپل یو بیان کې په پراخه کچه د بلوڅ فعالانو د خوشې کیدو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي "سوله ییز احتجاج د هر چا حق خو هیڅوک بیا دا اجازه نه لري چې قانون په لاس کې واخلي".

اسلام اباد کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ په ۲۴م د دسمبر په ایکس رسنۍ لیکلي وؤ "زمونږ ملګري د پرون شپې راهسې د اډیاله اټک زندانونو مخې ته موجود دي،د کومو خلکو ضمانتونه چې شوي وؤ هغوي تر اوسه نه دي راخوشې کړل شوي،دپولیسو بیان ناسم دی هغوي زمونږ له ۱۰۰ د زیاتو ملګرو په لړ کې هیڅ معلومات نه راکوي".

په دغه احتجاجي کاروان کې ښځې، سړي او ماشومان هم شامل وو، چې په لسګونو موټرو کې يې ۱۶۰۰ کيلومتره سفر وکړ او د تېرې پنجشنبې په ورځ له تربت څخه اسلام اباد ته ورسېدل.

له بلوچستان څخه د دغه کاروان اسلام اباد ته د راتګ موخه تېره مياشت د پوليسو په ولکه کې د ۲۴ کلن ځوان بالاچ مولا بخش وژنې ته د خلکو پام ور ګرځول وؤ.

په اسلام اباد کې موجود بلوڅ زده کوونکي او فعالان هم په دغه لاریون کې ورګډ شوي وؤ.

په اسلام اباد کې پولیسو د لاریون د خورولو لپاره له ډنډو او اوبو څخه کار واخیست ترڅو د ښار لوړ امنیتي "ریډ زون" ته د لاریون د برخه والو د تګ مخه ونیسي.

اسلام اباد هایکورټ د بلوڅ مظاهره چيانو د نيولو په ضد د درخواست د اورېدنې په مهال پوليسو ته امر کړی ؤ چې باید په سمدستي توګه ټول نيول شوي ښځې او ماشومان خوشې کړي.

پولیسو د لاریون یو شمېر برخه وال نیولي چې په دې ګرد هیواد کې احتجاجونه اؤ نیوکې شوي اؤ بشري حقونونو سازمانونو اؤ مدني ټولنې د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې نیول شوي فعالان باید سمدستي خوشې کړي اؤ د هغوي غږ ته دې غوږ ونیول شي.

د پاکستان د بشري حقوننو کمیشن وایي په دې خبره حیران شوی دی چې ریاست په پرامنه ښځو،ماشومانو اؤ مشرانو بلاجوازه طاقت کارولی اؤ د هغوي د قابو کولو هڅه یې کړې ده.

د زیارت په ورځ ایچ ارسي پي خپل بیان کې ویلي "په پرامنه اجتماع اؤ د رایې څرګندولو د اییني حق استعمالوونکو بلوڅ وګړو سره د ا چلند د بخښنې وړ نه دی"

پاکستاني میډیا باندې د بلوڅو روان احتجاج اؤ ددغه احتجاج کوونکو سره د پولیسو لخوا شوی چلند په واضحه توګه نه دی ښودل شوی خو په ټولنیزو رسنیو بیا دې احتجاج د نړۍ په کچه د خلکو پام ځانته راګرځولی دی.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG