په نایجیریا کې چارواکو او د وسله والو په برید کې بچ شوي کسانو د نهې/سه شنبې په ورځ ویلی چې د اونۍ په اخر کې د شمال منځني نایجیریا پلیټو ریاست په لرې پرتو کلیو کې د وسله والو په برید کې لږترلږه 140 کسان وژل شوي دي.
د غربي افریقایي هېواد کې د کروندګرو او د څارویو ساتونکو ترمنځ د روان شخړې سږ کال د دا ډول د ډله ییزو وژنو وروستۍ پېښه ده.
د پلېټو ریاست ګورنر کالیب متفوانګ په ځایي مطبوعاتو خپور شوي یو بیان کې ویلي چې د خالی او د اتوار په ورځ حمله کوونکو 17 ټولنې په ” بې منطقه او بی اشتعاله “ حملو کې په نښه کړي او د سیمې زیاتره کورونو یې سوځولي دي.
د پلېټو ګورنر کالیب متفوانګ وویل چې یوازې منګو نومې سیمې کې یې 15 کسان ښخ کړي دي، او د نن سهار نه یې په بوکوس سیمه کې 100 جسدونو نه زیات شمار کړي دي.
د بخښنې نړیوال تنظیم ایمنسټي انټرنیشنل د نایجیریا دفتر اسوسېټېډ پریس خبري ادارې ته ویلي چې دوی تر دې دمه د پلېټو په عیسایانو اکثریتي بوکوس او بارکېن لاډي سیمو کې د 140 مړینې تایید کړې دي. کوم چې په سیمه کې موجود د دوی کارکوونکو او د ځایي چارواکو لخوا راټول شوي معلوماتو پراساس دي. د مړو د شمیر د لوړیدو ویره شتون لري ځکه چې ځینې خلک لادرکه دي.
ځینې ځایی خلکو ویلي چې مخکې د دې چې امنیتي ادارو د مرستې لپاره د دوی غوښتنې ته ځواب ووایی په دغه کې 12 ساعتونو څخه ډیر وخت ولګیدو، خو اې پي ویلي چې د دغه دعوو په ازاده توګه تایید نشي کولې. دغه دعوه په نایجیریا کې د روان سخت امنیتي بحران کې ورو مداخلو په اړه د پخوانیو اندیښنو ته اشاره کوي، چې سږ کال د پلېټو ریاست په ګډون سلګونه خلک پکې وژل شوي دي.
په بوکوس سیمه کې د ځوانانو یو مشر سنډی داوم وویل چې : " ما امنیتي ادارو ته ټیلي فون وکړو، خو هغوی نه راغلل. دغه برید د ماښام شپږ بجې پیل شو، خو د امنیت خلک زموږ ځای ته د سهار اووه بجې ورسېدو ".
په بوکوس کې د ځوانانو یو مشر، اتوار داوم وویل: "ما امنیت ته زنګ وواهه، خو هغوی هېڅکله راغلل. برید د ماښام په ۶ بجو پیل شو، خو امنیت د سهار په ۷ بجو زموږ ځای ته ورسېد." هغه زیاته کړه چې د هغه په کلي مبوم بارو کې د ورور په ګډون یې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
کومې ډلې د حملو پړه نه ده منلې ، خو د فولانی قبیلې څارویو ساتونکو ته ګوتې نیول کیږي. چې د نایجیریا په شمال لویدیځ او مرکزي سیمو کې د داسې ډله ییزه وژنو تورونه ورباندې لګول کېږي. د افریقې ترټولو زیات ابادی یا نفوس لرونکي په دغه هېواد کې د ځمکې او اوبو ته د لاس رسي پر سر د لسیزو جګړو پرسر د مسلمانانو او د عیسایانو ترمنځ دغه مذهبي تقسیم له پسې نورهم خراب کړی دی.
د نایجیریا پوځ ویلي چې د نورو امنیتي ادارو په مرسته یې د شکمنو کسانو د لټون لپاره د "چاڼیز عملیات" پیل کړي دي، که څه هم په داسې بریدونو کې نیول ډېر کم کیږي.
د نایجیریا صدر بولا ټینوبو، چې سږکال د امنیتي چیلنجونو سره د مبارزې په ژمنې وروسته منتخب شوی دی چې د هغه نه مخکیني حکومتونه یې په حل کولو کې پاتې راغلي، د دفتر نه خپور شوی بیان کې ویلی شوی چې امنیتي ادارو ته د حمله کوونکو د نیولو امر کړی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات اې پي خبري ادارې نه اخستل شوي
Forum