لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل په غزه پټۍ کې جګړه د کډوالو تر کمېپونو غځولې ده


اسرايل د حماس پرضد جګړه کې خپل ځمکني عمليات د منځنۍ غزې د کډوالو تر کېمپونو پورې غځولې ده، يو امریکايي لوړپوړي چارواکي د خپل اسرايلي سیال سره د جګړې نورو پړاونو ته اړولو په سر خبرې کړي چې توجه هم د حماس په اهدافو وي.

د اسرايل د پوځ وياند ريېر اېډمرل ډينيل هګاري ويلي، "جګړه مو يوې داسې علاقې ته غځولې کوم ته چې کمېپ ویلی شي".

د اېسوسيېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د پوځ د نوي جنګ اعلان سره غزه کې د نورې تباهۍ خطره ده.

په منځنۍ غزه کې د کډوالو کېمپونو پورې د جګړې غځولو نه وړاندې اسرايلي پوځ د ګڼې ابادۍ په سيمو بمبارۍ کړي او خلکو ته یې د علاقې پرېښودو ويلي وو.

د رپورټونو ترمخه په تېرو دوه ورځو کې په منځنۍ غزه کې د اسرايل په حملو کې د 100 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي، ملګرو ملتونو د اسرايل په حملو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياند سيف ماګنګو ويلي، ملګري ملتونه په منځنۍ غزه کې په بمبارۍ ژوره اندېښنه لري، د اسرايل پوځ ته پکار ده چې د ملکي وګړو د ساتنې دپاره ټول اقدامات وکړي، يواځې خلکو ته د وتلو په حکم د اسرايل پوځ د نړيوال بشري قانون د زمه وارو پوره کولو څخه ځان نه شي خلاصولی.

سپينې ماڼۍ ویلي، د اسريل د سټراټيجکي چارو وزير رون ډرمر د نهې/سه شنبې په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن او ملي امنيت د سلاکار جېک سيلوېن سره ليدلي، د غزې د شخړې ترڅنګ په نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

يو چارواکي ويلي، سيلوېن او ډرمر د جګړې په مختلفو پړاوونو خبرې کړي دي چې د حماس په اهدافو توجه وساتل شي.

ويل شوي چارواکو په غزه کې د واک او امنیت ترڅنګ د جګړې ختمېدو وروسته په منصوبه بندۍ هم خبرې کړي دي.

د نهې په ماښام سپينې ماڼۍ ويلي، صدر جوبايډن د قطر د امیر شېخ تميم بن حمد الثاني سره د امریکايي او يرغماليانو په خوشي کولو او غزې ته د مرستو په حواله خبرې کړي دي.

قطر او مصر د خبرو د لارې د نومبر په وروستيو کې د اسرایل او حماس ترمنځ د څو ورځو جنګ بندي کړې او د يرغماليانو تبادله شوې وه.

د رپورټونو ترمخه د اسرايل پوځ په شمالي غزه او جنوبي ښار خان يونس کې په سخته جګړه کې بوخت دی او فلسطينيان د پناه دپاره وړو علاقو ته ځي.

حماس په اووم اکتوبر جنوبي اسرايل کې حمله کړې د اسرايل په وينا په دغه حمله کې 1200 کسان وژل شوي، او حماس 240 کسان يرغمل کړي چې د نومبر په اخره کې مختصره جنګ بندۍ کې د 100 پورې يرغمل خوشي شوي خو 129 اوس هم په غزه کې دي.

په غزه کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرایل په حملو کې د وژنو شمېره 21,000 ته رسېدلې ده، زياتره پکې ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې د جګړې له امله د لکونو په شمېر کې خلک بې کوره شوي او د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې کډوالو په کېمپونو کې مېشت دي.

(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي).

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG