لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت وایي له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، له هېوادونو هم دا تمه لري


په سیاسي چارو کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، افغانان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

مولوي‌ عبدالکبیر دا خبرې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د "یرغل" د 44مې کلیزې په مناسبت غونډې ته ویلي، حکومت یې غواړي ټولې ستونځې د خبرو له لارې حل کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني دې غونډې ته په وینا کې پاکستان ته په اشارې سره ویلي، ځینې هېوادونه د افغان کډوالو په ایستلو سره غواړي د طالبانو حکومت ته خطر پېښ کړي.

د طالبانو او د پاکستان تر منځ اړیکې په وروستیو دوو کلونو کې له دې کبله خرابې شوې دي چې پاکستان بیا بیا په خپله هېواد کې د ترهګرۍ د پېښو په زیاتېدو سره تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په افغانستان کې د پولې دې غاړې بریدونه پلانوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

د طالبانو حکومت ویلي د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې او ټینګې اړیکې جوړولو غواړي، خو وایي په کار دی هیوادونه هم په دې برخه کې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي.

د طالبانو حکومت د دسمبر پر 27مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانانو حقونه ترپښو لاندې کړي او یا ددغه هیواد په کورنیو چارو کې لاس ووهي:

"اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] له ټولو لرې او نیژدې هیوادونو او اړخونو غواړي چې د اسلامي اصولو په بنیاد د ښو او پیاوړو اړیکو د ټینګېدو په برخه کې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي چې په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه پورته شي".

د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکو هم د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په ویناوو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو خلاف نه کارول کېږي او ویلي یې دي د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا ادارې مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ویلي، تر اوسه له ګاوڼدیو هیوادونو تر اته لکه پورې افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي. هغه له دغو هیوادونو د افغانانو شړل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وبلل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG