واشنګټن – اسرایلو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په غزې پټۍ تازه هوايي بریدونه کړي.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هاغې ترسره کېږي چې اسرایلي چارواکو په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د پراخېدو خبره کړې وه او ملګروملتونو ورسره د ملکيانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلې وې.
په غزه ښار کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اسرایلو د ځمکنيو عملیاتو او هوايي بریدونو لړۍ د غزې پټۍ په شمالي برخو کې وه چېرې چې اسرایلو د حماس جنګیالیو د له منځه وړولو کمپاین پیل کړی.
اسرایلي چارواکو جنوبي ښار، خان یونس لوري ته له پرمختګ وروسته په روانه اونۍ کې په ډاګه کړې چې غواړي د غزې مرکزي برخو ته عملیات وغځوي، چېرې چې د کډوالو ګڼ کمپونه هم دي.
د غزې اکثره خلکو د جګړې له امله خپل کورونه پریښي او خلک له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې راټول شوي.
د روان تاوتریخوالي له امله بشري مرستې هم محدودې شوي او خلک د خوراکي توکو، اوبو او تېلو له کموالي سره مخ دي.
د اسرایلو د پوځ مشر هرزي هلوي د نهې یا سې شنبې په ورځ حماس ته په اشارې ویلي و،
"د ترهګر تنظیم د له منځه وړلو په برخه کې کومه لنډه لاره نه شته." او زیاته یې کړه چې جګړه به " د ډېرو میاشتو لپاره" روانه وي.
د غزې په مرکزي برخه کې د جګړې له خپرېدو سره ملګروملتونو د اسرایلو هغو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و په کومو کې چې د دې اونۍ په دوو ورځو کې تر سلو زیات فلسطینیان وژل شوي وو.
د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند سیف مګانګو د نهې په ورځ ویلي و، "مونږ په مرکزي غزه کې د اسرایلو د دوامدارې بمبارۍ په اړه په ژوره توګه اندېښمن یو په کومو کې چې د کرسمس راهیسې تر سلو زیات فلسطینیان وژل شوي."
د روغتیا نړیوال پروګرام یا ډبلیو اچ او ویلي، چې ډلو یې "له خپلو شریکانو سره د غزې په شمال او جنوب کې روغتونونو ته د مرستو د لېږو په برخه کې له خطر نه ډک ماموریت ترسره کړی."
د ډبلیو اچ او لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې د دوی "په شاخوا سیمو کې سخت تاوتریخوالی، زیات ناروغان او د بې ځایه شویو کسانو ډېره ګڼه ګوڼه لیدلی."
د سیمې اوسېدونکو د شورو په ورځ نصیرت، مغازي او بوریج سیمو کې چېرې چې د کډوالو کمپونه دي د هوايي او راکټي بریدونو خبر ورکړی.
حماس د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې ناڅاپي برید کړی و، ۱۲۰۰ کسان یې وژلي وو او ۲۴۰ یې له ځانه تښتولي وو چې ۱۲۹ یې تر اوسه هم له حماس سره په غزه کې دي.
اسرایلو د دې په غبرګون کې ژمنه کړې وه چې حماس به له منځه وړي او د هغوی پرضد یې د هوا، ځمکې او سمندر له لیارې پر غزې بریدونه پیل کړل چې له امله یې د غزې اکثره برخه په کنډوالې بدله شوه.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرایلو په بریدونو کې تر اوسه پورې نېږدې ۲۱۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرایلو پوځ د نهې په ورځ ویلي، چې د اکټوبر راهیسې یې تر اوسه پورې په غزه کې ۱۵۸ اسرایلي سرتیري وژل شوي دي.
Forum