د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين نن بيا د دوو نورو ورځو په بدني ريمانډ پوليس ته حواله کړل شوی دی، د نهې- سه شنبې په ورځ د نوموړي په دوو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي خو په بله مقدمه کې یې ګرفتاري ښکاره کړی شوې او بيا د ترنول تاڼې پوليسو ته د دوه ورځو په بدني ریمانډ ورکړل شوی وو.
د نوموړي وکیل مصدق عزيز خټک نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ وي او اې ډيوه ته وويل، منظور پښتين نن د جوډيشل مجسټرېټ احمد شهزاد ګوندل عدالت ته وړاندې کړل شو او عدالت د دوو نورو ورځو په بدني ريمانډ پوليسو ته حواله کړو.
دوه ورځې وړاندې نوموړي وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت کې د منظور پښتين د ضمانت په خواستونو اورېدنه وشوه او جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنېن یې ضمانتونه منظور کړي وو.
خو هم په هغه ورځ د پښتين په يوه بله مقدمه کې چې د ترنول په تاڼه کې پرې درج وه، ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه. دوه ورځې بدني ریمانډ ورته اول او نن ورته بیا دوه نورې ورځې بدني ریمانډ ورکړل شو.
پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې، يوه په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.
د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو.
مصدق عزيز خټک وويل، دوی د اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی چې د منظور پښتين پرضد جوړې ټولې مقدمې دې ښکاره کړی شي، په يو ځای یې دې اورېدنه وشي او د هغې پورې دې پښتين د اسلام اباد نه کوم بل ځای ته منتقل نه کړی شي.
هغه وویل، سبا د جمعې په ورځ هایکورټ کې په دغه خواست اورېدنه ټاکل شوې ده.
منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.
وروسته هغه په اووم دسمبر د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی، د اووه ورځو په بدني ريمانډ سي ټي ډي ته حواله کړل شوی او په 14م بيا په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوی وو. په 26م دسمبر یې ضمانتونه منظور شوي وو.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.
د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.
Forum