لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قرېشي د 14 ورځو په جوډیشل ريمانډ جېل ته لېږل شوی


د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير شاه محمود قرېشي د مې میاشتې د نهمې د پېښو په مقدمو کې د 14 ورځو په جوډيشل ريمانډ جېل ته لېږل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه اسلام اباد هايکورټ د سايفر قضيه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان او شاه محمود قرېشي د قضيې اورېدنه د 11مې جنورۍ پورې ځنډولې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير او د تحریک انصاف ګوند مشر شاه محمود قرېشي د شورو- چارشنبې په ورځ د سايفر قضیه کې په ضمانت د خوشي کېدو سمدستي وروسته د اډياله زندان په دروازه کې بيا نيول شوی او نن د راولپنډۍ يو عدالت ته وړاندې کړل شو.

د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه، شاه محمود قرېشي په نهمه مې پوځي ودانیو او نورو حملو په تور په جوډيشل ريمانډ جېل ته لېږل شوی، ويل شوي پوليسو عدالت ته د نوموړي ضد د بدني ریمانډ خواست کړی وو، خو عدالت د پولیسو خواست رد کړی دی.

په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

عمران خان د نهمې مې د پېښو په حواله يو بیان کې ويلي وو، په دغه ورځ د دوی ضد سازش شوی وو.

په 22م دسمبر د پاکستان سپريم کورټ د سایفر قضيه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ضمانت منظور کړی وو.

د شاه محمود قرېشي د ضمانت منظورېدو وروسته د راولپنډۍ کمشنر د (تهري اېم پي او) هغه د 15 ورځو دپاره نظر بند کړی وو.

د رپورټونو ترمخه د راولپنډۍ مرستیال کمشنر (ډي سي) پرون سهار د قرېشي د نظربند کولو حکم بيرته اخستی وو.

د شاه محمود قرېشي د اډياله زندان په دروازه د نیولو ویډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې،

قرېشي پکې وايي، "د اډياله زندان څخه یې د خوشي کېدو حکم راغلی، د سپريم کورټ درېو ججانو د هغه د ضمانت خواست منظور کړی خو د هغې وروسته بیا دی د تهري اېم پي او لاندې ګرفتار کړی شوی"، په دغه مهال پوليسو شاه محمود نيولی او د پوليس ګاډي ته یې خېژولی وو.

ګاډي د ختو په وخت شاه محمود قرېشي وويل، " د سپريم کورټ په حکم پورې ملنډه شوې، زه سپريم کورټ خوشی کړم خو دوی بیا په دروغجنه مقدمه کې ونیولم، زه د سياسي انتقام نخښه جوړ کړی شوم".

پاکستان کې د شاه محمود قرېشي په نیولو په ټولنيزو رسنیو او مطبوعاتو بحثونه پېل شوي.

شاه محمود قرېشي نن په هتکړو کې عدالت ته وړاندې کړی شوی، تحریک انصاف ګوند ویلي، د قرېشي په هتکړو کې عدالت ته وړاندې کول شرمناکه عمل دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG