لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یمن د حوثیانو په ضد اقدامات: امریکا د کرنسیو د تبادلې په څو مرکزونو پابندۍ ولګولې


امریکا د زیارت/پنجشنبې په ورځ د خارجي کرنسیو د تبادلې یوه ډله کمپنیو باندې چې په یمن او ترکيې کې دي، په دې تور پابندۍ ولګولې چې ګني د ایران د حمایت لاندې حوثي یاغیانو ته یې مالي مرسته کړې ده.

حوثي ډلې په دې وروستیو کې د بحیره احمر یا سره سمندرګي په جنوب کې هغه تجارتي کښتۍ په نښه کول پیل کړي چې اسرایل سره یې څه ډول تعلق وي او یا اسرایل ته روانې وي.

د امریکا لخوا په اعلان شویو نویو پابندیو کې د یمن په پایتخت صنعا کې د مالي لېن دین د مرکز یو مش، او همدا راز په یمن او ترکیې کې د کرنسیو د تبادلې درې مرکزونه د بندیزونو نښه ګرځېدلي دي.

د امریکا د خزانې وزارت دعوه کوي چې دغو کسانو او کمپنیو د یمن حوثیانو ته د مېلینونو ډالرو په لېږلو کې مرسته کړې ده او دا هدایت ورته د ایران د مالي چارو یو سهولت کار، سعید الجمال ورکړی و.

د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د پابندیو ښکار کمپنۍ او وګړي، که امریکا کې څه جایداد او یا بنکي کاتې ولري، هغو ته به یې رسایي بنده کړی شي او بل دا چې د امریکاییانو سره به تجارتي راکړه ورکړه یا کاروبار ونشي کولی.

دا نوې پابندۍ د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلانې شوې، او د حوثیانو په ضد د امریکا لخوا تر ټولو تازه ګام ګڼل کیږي.

د روانې ډسمبر میاشتې په اولو ورځو کې، امریکا د دیارلسو (۱۳) کمپنیو او وګړو په ضد د پابندیو اعلان وکړ او په هغو یې تور ولګولو چې د ایراني مالونو د انتقال او خرڅلاو له درکه، په لسهاوو میلینه ډالر یې یمن کې حوثیانو ته ورکړي دي.

د امریکا په خزانې وزارت کې د ترهګرۍ او مالیاتي استخباراتو د څانګې نایب مرستیال براین نېلسن وویل دغه تازه پابندۍ "حوثيانو ته د غیرقانوني پیسو د انتقال محدود کولو ته زمونږ عزم ښکاره کوي، هغه [د حوثیانو ډله] چې په نړېوالو انتقالاتو خطرناکې حملې ترسره کوي او دا خطره پیدا کوي چې خطه نوره هم عدم استحکام ته لاړه شي."

نېلسن دا هم وویل چې امریکا او اتحادیان به یې "د سهولت کارۍ د هغو اهمو ډلو په نښه کول جاري وساتي کوم چې د حوثیانو او په ایران کې د هغو د حمایت کوونکو استحکام ضد صلاحیتونه ورزیاتوي."

د یمن حوثیانو پخوا په خطه کې کله کله کښتۍ په نښه کولې، خو اوس چې د اسرایل او حماس ترمنځ جګړې زور اخېستی دی، نو په بحیره احمر کې د حوثیانو حملې هم سېوا شوې دي.

په روانه ډسمبر میاشت کې وایټ هاوس دا اعلان هم وکړ چې خپلو اتحادیانو ته بلنه ورکوي چې په مشترکو سمندري تحفظي ځواکونو کې شامل شي. دغو ځواکونو کې تر دې وړاندې ۳۹ (یوکم څلوېښت) ریاستونه شامل دي او مقصد یې دا دی چې په بین الاقوامي اوبو کې د غیردولتي ډلو د ناوړه اعمالو مخه ونیسي. اوس امریکا غواړي همدا اتحادي ځواکونه د حوثي ډلې د حملو په مخنیوي کې هم استعمال کړي.

د حوثيانو حملو د نړۍ ځیني غټې د کښتیو او تېلو کمپنۍ وېرولي دي، چې په نتیجه کې یې هغوی خپل د تګ راتګ لاره د بحیره احمر نه اړولې ده. اوس چې یې د تګ راتګ لاره اوږده شوې نو د انتقالاتو په قیمت کې هم زیاتوالی راغلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG