د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق د نهې/ سه شنبې په ورځ د فلسطين د خلکو سره د يووالي دپاره د نوي کال په خوشالو نمانځلو بنديز لګولی دی، په داسې وخت کې چې اسرايل په غزه کې د حماس د ختمولو دپاره عملیات کوي.
انوار الحق کاکړ په ټيلي ويژن وينا کې ويلي، "ټول پاکستانی قوم او مسلمانه نړۍ په غزه او لويديځه غاړه کې د فلسطينیانو په نسل وژنه او ځانګړي ډول د ماشومانو په قتل عام په ژور غم کې ده".
کاکړ زياته کړې، "د فلسطين په انتهايي اندېښمنو حالاتو او د خپلو فلسطيني وروڼو خوېندو سره د يو والي دپاره به په ټول ملک کې د نوي کال په هر ډول پروګرامونو راجوړولو مکمل بنديز وي".
د پاکستان په ګډون په ګرده نړۍ کې مسلمان ملکونه د اسرايل په پوځي عملياتو نيوکې کوي، او د بشري بحران د مخنيوي دپاره په سمدستي ډول د جنګ بندۍ غوښتنه کوي.
په غزه کې د 2.3 ملينو ابادي د اوبو، خوراک، تېلو او دوايانو د کمي سره مخ ده، يواځې محدودې علاقې ته بشري مرستې رسي.
کاکړ ويلي، اسلام اباد دوه ځله غزې ته امدادي سامانونه لېږلي او په درېم ځل به یې ډېر زر وليږي.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرايل په هوايي بمبارۍ او ځمکنيو عملياتو کې د 21,000 نه فلسطينيان وژل شوي دي.
په اووم اکتوبر حماس د اسرايل په جنوب کې بريد کړی، د اسرايل په وينا په دغه بريد کې 1200 کسان وژل شوي، او حماس 240 کسان يرغمل کړي، او اوس هم 129 يرغمل په غزه کې دي.
اسرایل د اووم اکتوبر وروسته په غزه کې د حماس پرضد عمليات پېل کړي وو.
د رپورټونو ترمخه، د حماس سره په جګړه کې تراوسه پورې د اسرایل 167 پوځيان وژل شوي دي.
د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، د حماس ختمولو پورې به عمليات دوام لري. امریکې او نورو هيوادونو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
پاکستان د اسرايل سره سفارتي اړیکې نه لري او وايي اسرايل تر هغې پورې د يو خپلواکه رياست په توګه نه پېژني څو پورې چې فلسطين يو ثباته او ازاد رياست نه وي جوړ شوی.
پاکستان د اسرايل سفر نه شي کولو ځکه چې په پاسپورټ یې ليکل شوی، د اسرايل نه بغېر په دغه پاسپورټ بل هر هيواد ته سفر کېدی شي.
Forum