په پاکستان کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم د پاکستان د نګران خارجه وزیر جلیل عباس سره لیدلي اؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو اؤ ګډې خوښۍ په یو لړۍ موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
د امریکایي مشن د ویاند د بیان له مخې دې لیدنه کې د سفارتي چارو اؤ دوه اړخیزه اړیکو تر څنګ امریکا ته د تګ په انتظار کې د ناستو افغانانو په خوندي توګه د وتلو په عمل هم خبرې اترې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په مطبوعاتو کې رپورټونه مخې ته راغلي چې پاکستان ګڼ شمیر هغه افغانان هم له خپل هیواده ویستلي چې امریکا د تګ لپاره د ویزو په انتظار اسلام اباد ته کې میشت وؤ.
دپاکستان د خارجه دفتر له لوري د خپور شوي بیان له مخې په دې لیدنه کې دپاکستان د پوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر امریکې ته د وروستي سفر په اړوند هم خبرې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي امریکایي سفیر سره لیدنه کې د بهرنیو چارو نګران وزیر ښاغلي جلیل عباس جیلاني ویلي فریفینو ته په کال ۲۰۲۴م کې وروستیو تبادلو اؤ دوه اړخیزه اړیکو کې ترلاسه شوی پرمختګ په وړاندې وړل پکار دي.
اسلام اباد کې دامریکایي مشن د سرپرست ویاند تهامس منټګمري له لوري په خپور شوي بیان کې ویلي شوي چې سفیر ډونلډ بلوم اؤ د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني خپلو کې د دوه اړخیزه چارو په پراخه ساحه خبرې کړې دي.
Forum