لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په چاودنه کې د وژل شویو شمېر 84 ته را ټیټ شو، ګڼ شمېر هېوادونو دا پېښه غندلې


د ایران د کرمان ښار په چاودنه کې د وژل شویو کسانو کره او وروستی شمېر 84 بلل شوی او ګڼ شمېر هېوادونو دا بریدونه غندلي دي، خو لا یې کومې ډلې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې او ایران ګواښ کړی "غچ به یې واخلي".

د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي امریکا او اسرایل تورن کړي دي چې د ایران په پرونیو چاودنو کې لاس لري، خو امریکا ویلي په دغو چاودنو کې ښکېل نه دي.

د ایران رسنیو پرون ویلي وو د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني کمانډر قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته څېرمه چاودنه کې 103 تنه وژل شوي خو وروسته د ایران د روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر 94 یاد کړ او تازه کره شمېر وایي 84 تنه وژل شوي او 284 ټپیان شوي دي.

د ایران تسنیم خبري ایجنسۍ د باخبرو سرچینو په حواله ویلي، په دغه ځای کې "په دوو بستو کې موجود بمونه وچاودېدل". تسنیم وایي، "د دې پېښې تر سره کوونکو په ښکاره ډول بمونه په ریموټ کنټرول وچاودل".

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له دغو چاودنو وروسته ترکیې ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی او نن د جنوري پر څلورمه په ایران کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

تر اوسه لا کومې ډلې د دغه برید ذمه واري نه ده منلې، خو یو امریکايي چارواکي ویلي دي دا چاودنې هغو بریدونو ته ورته دي چې د داعش ډله یې کوي.

خو د ایران د ولسممشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي پر خپل ایکس [مخکیني ټوټیر] تور لګولی چې دا د امریکا او اسرایل کار دی. جمشیدي چاودنې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر غبرګون سمدستي وروسته لیکلي دي:

"واشنګټن وايي د ایران په کرمان ښار کې د ترهګرۍ په برید کې امریکا او اسرایل رول نه درلود. دا رښتیا ده؟ د دغه جرم ذمه د امریکا او صیهونیست حکومتونو پر غاړه ده او ترهګری یواځې یوه وسیله ده".

جمشیدي د خپلې دغې دعوې لپاره کوم شواهد او دلیل نه دي وړاندې کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي اسرایل او امریکا په دغو چاودنو کې لاس نه لري. میلر د جنورۍ په درېیمه په خبري غونډه کې وویل:

"امریکا په هیڅ صورت پکې ښکېل نه ده او له دې پرته بل کوم اظهار مسخره دی او دویم دا چې له موږ سره هیڅ داسې دلیل نه شته چې باور وکړو چې ګواکې اسرایل په دې چاودنه کې لاس لري".

د اسرایل د دفاعي ځواکونو له ویاند دنیل هګاري څخه د ایران د دغه تور په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، "زموږ پام له حماس سره جګړې ته دی".

د کرمان چاودنې ته غبرګونونه

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي خبرداری ورکړی، د ایران دښمنان باید پوه شي چې دا ناوړه عمل به سخت ځواب ولري، هغه وایي "د ایراني ملت ظالمو او مجرمو دښمنانو یو ځل بیا په کرمان کې ناورین جوړ کړ او زموږ زیات هیوادوال یې شهیدان کړل".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر، "موږ په دې وحشتناکه چاودنه کې د وژل شویو په اړه د هغوی له خپلوانو سره خواخوږي کوو".

د یورپي ټولنې یو اعلی سفارتکار جوزپ بوریل هم په ایران کې پرونۍ چاودنې د ترهګرۍ برید بللی او غندلې یې دي. د اې ایف پي د رپوټ له مخې بوریل د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم د ایران چاودنه په کلکه غندلې ده. د هغه مرستیالې ویاندې فلورنسیا سوټو نینو پرون په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي:

"سیکرټري جنرل د وژل شویو کسانو له کورنیو او د ایران له خلکو سره ژوره خواشیني ښکاره کړې ده، هغه د ټپي کسانو د بیړنۍ روغتیا غوښتونکی دی".

له دې سره سره روس، عراق، ملیشیا، ترکي، پاکستان، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو او ادارو هم د ایران پرونی برید غندلی دی.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ پر ایکس لیکلي چې په دې چاودنه کې د ګڼ شمېر خلکو وژل کېدو ډېر خفه کړی او وایي پاکستان دا پېښه غندي او د ایران له خلکو او حکومت سره خواخوږي کوي.

د طالبانو د حکومت په ګډون یو شمیر افغان سیاستوالو او د تېر جمهوري حکومت چارواکو په جلا جلا پیغامونو کې د ایران د کرمان ښار چاودنې په سختو ټکو غندلې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG