د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ماښام یو ځل بیا د منځني ختیځ په دوره روان شو، او دا سفر یې داسې وخت کې کیږي چې جنګ ځپلې غزې ته د انساني امداد د رسولو سهولت دپاره سفارتکاري هلې ځلې تېزې شوي، او په اسرایل نړېوال فشار هم په زیاتېدو دی چې باید د عامو فلسطیني وګړو مرګ ژوبله راکمه کړي.
د اکټوبر د اوومې نېټې راهیسي، دا منځني ختیځ ته د امریکا خارجه وزیر څلورم سفر دی. د حماس ډلې په ضد د اسرایل د جګړې قریب درې میاشتې پوره کیږي. امریکا، برطانیه، یورپي اتحاد او نور ملکونه حماس ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د امریکا خارجه وزارت ترجمان مېټیو مېلر د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبري کنفرانس کې وویل: "خارجه وزیر (بلېنکن) به ترکیې، اردن، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب، اسرایل، لویديځې غاړې او مصر ته ولاړ شي چې د خپلو خارجي هم منصبانو او نورو چارواکو سره ملاقاتونه وکړي."
د امریکا د خارجه وزارت وینا ده چې په دې دوره کې به انټني بلېنکن په فوري ګامونو بحث وکړي چې غزې ته د بشري امداد رسېدل سېوا کړی شي، د مثال په توګه د هغو ټرکونو په تعداد کې اضافه راوستل چې د خوراکي موادو، اوبو، دوایانو، او تجارتي مالونو د انتقال دپاره غزې ته د داخلېدو اجازت ترلاسه کوي.
د بلېنکن د سفر بل مقصد دا هم دی چې د یرغمل شوو امریکاییانو د آزادولو او کورته د راستنولو کوششونه جاري پاته شي.
د خارجه وزارت ویاند مېټیو مېلر خبریالانو ته وویل: "دا چې غزه باید د دې شخړې په پای کې څنګه راښکاره شي، په دې به تاسو وګورئ چې مونږ په اضافي اقداماتو زور اچوو."
امریکا د جګړې وروستو روډمېپ جوړوي
اسرایل د حماس د تباه کولو په مقصد خپل پوځي عملیات وروستو له هغه پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په ۷مه د سرحد په اووښتلو د اسرایل په جنوبي علاقو ناڅاپي بریدونه وکړل.
اسرایل وویل چې په هغو حملو کې دوولس سوه (۱۲۰۰) کسان یې ووژل شول او شاوخوا دوه سوه څلوېښت (۲۴۰) نور غزې ته یرغمل یووړل شول.
د غزې د صحت چارواکي وایي چې په غزه پټۍ کې د اسرایل د پوځي یرغل په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه د دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) فلسطینیانو وژل کېدل تصدیق شوي، چې ډېره فیصدي یې ښځې او ماشومان و. امریکا څرګنده کړې چې د غزې نه د فلسطینیانو د جبري اېستلو مخالفه ده. امریکا په دې هم کار کوي چې د جنګ نه وروستو د فلسطیني ځمکو د آیندې دپاره یو روډمېپ یا خامه پلان جوړ کړی شي.
د خارجه وزارت ویاند مېټيو مېلر د شورو/چهارشنبې په ورځ وي او اې ته وویل: "غزه یو ځلي بیا د اسرایل په ضد د ترهګریزو حملو دپاره نشي استعمالېدلی. مونږ چې بالاخر څه غواړو، هغه دا دي چې غزه او لویدیځه غاړه د فلسطیني مشرتابه لاندې متحده شي... او په یقین سره چې دې کې د حماس دپاره څه کردار نشته."
اسرایل د لا زیات هدفي سټراټيجۍ خیال لري
د اسرایل دفاع وزیر یوواو ګېلېنټ د زیارت/پنجشنبې په ورځ څرګنده کړه چې په غزه کې د اسرایلي قواوو د عملیاتو راتلونکی پړاو ته څه پلان لري. د دې نوي پلان ترمخه به د غزې په شمالي علاقو کې لا ډېره هدفي سټراټيجي عملي کړی شي او د پټۍ په جنوبي سیمو کې به د حماس د مشرانو پسې لټون دوام ولري.
ګېلېنټ په یو بیان کې وویل چې د جګړې نه وروستو، غزه به نور د حماس په واک اختیار کې نه وي، او که څه هم اسرایل به خپل عملیات جاري ساتي، مګر په غزه پټۍ کې به غیرپوځي اسرایلیان نه وي موجود.
د امریکا د صدر جو بایډن یو ستر سلاکار، آموس هوشسټاین به هم اسرایل ته ولاړ شي چې د اسرایل او حزب الله ډلې ترمنځ د کشیدګیو په کرارولو کې کار وکړي. د ترکیې د ځایي مطبوعاتو ترمخه، خارجه وزیر خاقان فېدان خبریالانو ته ویلي چې انټني بلېنکن به د خالي/شنبې په ورځ له ترکي چارواکو سره وګوري.
Forum