لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرکاري شمېرې ښیي پاکستان کې د لیک لوست کچه 62.8 ده خو بلوچستان کې دا کچه تر ټولو ټیټه ده


د پاکستان سېنیټ ته په وړاندې کړل شوؤ شمېرو کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې د لیک لوست کچه 62.8 فیصدي ده چې وایي په دې کې بیا کړکېچ ځپلې صوبه بلوچستان تر ټولو وروسته پاتې ده.

د جمعې په ورځ د تعلیم د وزارت له لوري سېنیټ ته وړاندې کړل شوؤ شمیر شمیرو کې ویل شوي چې په ګرد هیواد کې د ښځو د تعلیم شرحه 51.9 فیصدي اؤ د سړو 73.4 فیصدي ده.

د تعلیم د وزارت له لوري سېنیټ ته د لیک لوست په اړوند دکال 2022/23 د معاشي سروې یا نظرپوښتنې په اړه جواب کې ویل شوي د لیک لوست کچه په پنجاب صوبه کې تر ټولو لوړه اؤ په بلوچستان کې تر ټولو ټیټه ده.

په دغو شمېرو کې په بنجاب کې د لیک لوست کچه 66.3 فیصدي، سیند صوبه کې 61.8 فیصدي، خېبر پښتونخوا کې 55.1 فیصدي اؤ بلوچستان کې 54.5 فیصدي ښودل شوې ده.

په بلوچستان کې د ښځو د زدکړو کچه 36.8 فیصدي اؤ د سړو د لیک لوست کچه 69.5 فیصدي ښودل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېرې میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د تعلیم لپارہ کارکوونکې غیرسرکاري ادارې “جایکا” ویلي وؤ، د پاکستان په وروسته پاتې او جګړو ځپلې صوبه بلوچستان کې تر دوو میلینو زیات ماشومان له تعلیمه بې برخې دي.

د جایکا په رپورټ کې ویل شوي وؤ چې په بلوچستان کې د لیک لوست يا خواندګۍ مجموعي شرحه 46 فيصدي ده اؤ په دې کې 61 فيصده نارينه او يواځې 29 فيصده ښځينه لیک لوست کولای شي.

د تعلیم د وزارت شمیرې ښیي چې په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د لیک لوست کچه 37.4 فیصدي اؤ دسړو د لیک لوست کچه 72.8 فیصدي ده.

په سیند کې بیا د ښځو د لیک لوست شرحه 49.7 اؤ د سړو 72.9 فیصدي ښودل شوې ده.

پنجاب کې د ښځو د لیک لوست کچه تر ټولو ستره 58.4 فیصدي ښودل شوې اؤ د سړو د تعلیم شرحه بیا په دغه صوبه کې 74.2 فیصدي ده.

حکومتي شمیرې ښیي چې د کال 2014 نه تر کال 2021م په پاکستان کې د لیک لوست کچه 60 فيصدي راروانه وه په دې کې هیڅ اضافه نه وه شوې خو سینیټ ته وړاندې کړل شوې دا تازه شمیرې ښایي چې اوس دا کچه 62.8 فیصدي ته لوړه شوې ده.

دتعليمي چارو پوهان وايي چې په ټولنه کې د لیک لوست کچه کې د کمي لويې علتونه دسکولونو کمه شمیره، په زياتره تعليمي ادارو کې د اساسي اسانتياؤ نيشوالی او په سرکاري سکلولونو د خلکو بې باوري ده۔

سږکال د جون په میاشت کې د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري وړاندې کړل شوي کلیز بجټ کې د تعلیم د لګښتونو لپاره 97.1 ارب روپۍ اېښودل شوې وې خو په دې بجټ کې بیا د دفاع لپاره 1804 ارب روپۍ اېښودی شوي چې د تېرکال د د دفاعي بجټ په پرتله 15.4 فیصدي زیاتوالی ښیي.

څېړونکي وایي دا چې پاکستان یو اټومي هیواد دی اؤ د خپلې دفاع لپاره د جدیدو وسلو اؤ مهماتو دلرلو دعوې کوي بیا هم هر کال د دفاع په څنګه کې بې خرته پیسې خرچ کوي خو د تعلیم، روغتیا اؤ ټولنیزې ترقۍ په مد کې یې لګښتونه بیخي کم دي اؤ کومې پیسې چې په بجټ کې دغه څانګو ته ویستل کیږي هغه هم ټول په ټوله په سمه توګه نه خرچ کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG