لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه: د مسافرو په ګاډو د وسله والو ډزو کې د دوؤ پوځيانو په ګډون څلور کسان وژل شوي،شپږ تنه ژوبل


فائل تصویر
فائل تصویر

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په کورمه ضلعه کې یو وارې بیا نامعلومو وسله والو د مسافرو په دوؤ ګاډو ډزې کړي چې په کې د دوؤ پوځیانو اؤ د طب د یوې طالبعلمې په ګډون څلور کسان وژل شوي او د یو کم عمره ماشوم اؤ دریوؤ پوځیانو په ګډون شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

د کورم ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او محمد عمران وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د اتوار یا یکشنبې په سهار د صدې بازار ترڅنګ رامنځته شوې ده.

هغه ویلي دغلته نامعلومو وسله والو د پاړه چنار نه پښور ته په روانو دوؤ ګاډو ډزې کړي چې پکې د یو ګاډي ډرایور، دوه پوځیان اؤ یوه مېرمن وژل شوې اؤ شپږ کسان نور ژوبل شوي دي.

هغه ویلي په نخښه کړل شوي دواړه ګاډی عام د سورلیو ګاډي دي خو په یو ګاډي کې پوځیان پېښور ته روان وؤ اؤ بل ګاډي کې د سیمې عام خلک ناست وؤ.

د پولیسو ضلعي مشر ویلي د پېښې سره سم په ګڼ شمیر پولیس سیمې ته رسیدلي خو وایي برید کوونکي تښتېدلي اؤ د نیولو لپاره یې ټوله ضلعه کې ناکه بندۍ شوې دي.

پولیس وایي وسله والو لومړی په هغه ګاډی راکټ لانچر توغولی چې پوځیان پکې ناست وؤ اؤ بیا یې پرې ډزې کړې دي چې په دغه پېښه کې دوه پوځيان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

همدا شان د مسافرو په کوم بل ګاډی چې ډزې شوي پولیس وایي هغې کې د ګاډي ډرایور اؤ یوه مېرمن وژل شوي اؤ د یو کم عمره ماشوم په ګډون پکې درې تنه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه سرچینو ډیوه ته ویلي په دې پېښه کې د وژل شوې جینۍ پېژندګلو د رقعیه په نوم کړې ده اؤ ویلي یې دي چې هغه د طب دڅانګې زده کوونکې وه چې په کلي له رخصتیو تېرولو وروسته پېښور ته د زده کړو لپاره روانه وه.

پولیس وایي په دغه برید کې وژل شوي او ژوبل کسان دصدې روغتون ته رسول شوي دي.

په کورمه کې د تېرې څه مودې راهسې پرله پسې د مسافرو په ګاډو بریدونه کیږي چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

ددې بریدونو په نتیجه کې په دې وروستیو سیمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو ترمنځ څو کرته نښتې هم شوې دي چې درنه مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې ده.

تر دې پېښې وړاندې په تېره اوونۍ په 30م دسمبر هم د صدې بازار تر څنګ پېښور ته په روان یو روان فلاینګ کوچ وسله والو ډزې کړې وې چې یو مسافر پکې ژوبل شوی ؤ خو په دغه ګاډي کې د ناست یو بل مسافر په ځوابي ډزو وسله وال تښتېدلي وؤ.

تر دغې پېښې درې ورځې وړاندې د هنګو سره نزدې پاړه چنار ته په تلونکي ګاډي هم وسله والو ډزې کړې وې چې د پولیسو په وینا دوه کسان پکې وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.ددې پېښو له امله په دې وروستیو کې په کورمه کې یو وارې بیا د شیعه او سني مسلک د منوونکو ترمینځ فرقه ییزې نښتې پېل شوې وې .

د شیعه اؤ سني مسلک د پېروګارانو تر منځ د جګړو ودرولو په غرض د منځګړیتوب کوونکې جرګې غړي وايي دغلته دریم قوت متحرک دی چې د شیعه او سني ترمینځ مسلکي فسادونه راپورته کړي.

د کرمې سره تړاو لرونکی خبریال ناصر حسین بنګښ ډیوه ته وايي په تیره میاشت یا یوه نیمه میاشت کې دا څلورم برید د چې د پاړه چنار څخه د سوارلیو په تلونکو ګاډو ترسره کیږي خو تر اوسه د دې یوې پېښې په تړاؤ هم څوک نه دي نیول شوي.

هغه وویل دې تازه پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبل کسانو څخه د زیاترو تړاو د پاړه چنار سره دی .

د بنګښ په وینا په وروستیو کې چې څومره جرګې شوي خلکو پکې د سړک د امنیت غوښتنه کړې خو د جرګو پرمهال یوازې له یو اؤ بل فریق نه مورچې خالي کړل شوې دي.

تر دې وړاندې د کرمې قبایلي ضلعې څخه د قامي پارلیمان پخواني غړي ساجد توري وي او ای ته ویلي وو ،د بهر نه نامعلومه وسله وال راشي ،عام خلک ووژني اؤ بیا دا پېښې په فریقه ییزه جګړو بدلې شي.

په علاقه کې د بشپړه امن د پاره د مشرانو جرګې دوام لري، تیره ورځ هم د کرمه په چمکني سیمه کې د مشرانو او انتظامیه تر مینځ د علاقې په امنیت او يه ځانګړي ډول د مسافرو په ګاډو د ډزو د ستونزې په اړه جرګه شوې وه.
د جرګې پرمهال قامي مشرانو له سيمه ييزې انتظامیې نه غوښتي چې د لويو لارو امنيت دې ټينګ کړي او د ضلعه کې د جایداد د ملکیت په سر د راپورته شوؤ شخړو د هواري لپاره دې هڅې تندې کړي.

د ضلعې د انتظامیه مشر ډپټي کمشنر جاويد الله محسود ویلي د علاقې امنیت په قابو کې دی او ژمنه یې کړې چې په ضلعه کې د امنيت د ټينګښت لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته کوي او د هر هغه چا پرضد به سخته کاروايي کوي چې د امن د خرابولو هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG