لاس رسیدونکی لینک

 
په واشنګټن کې د چین او امریکې د پوځي اړیکو په اړه دوه ورځنۍ خبرې ختمې شوې
تازه خبر

په واشنګټن کې د چین او امریکې د پوځي اړیکو په اړه دوه ورځنۍ خبرې ختمې شوې


پېنټاګان وایي امریکې او چین د جنورۍ په نهمه په واشنګټن کې دوه ورځني پوځي مذاکرات پای ته ورسول، دا خبرې اترې له هغه وروسته شوې دي چې د دواړو هیوادونو پوځونو تر خپل منځ د اړیکو پر بیا پیلولو اتفاق وکړ.

پېنټاګان وایي د خبرو اترو په 17م پړاو کې د چين، تايوان او منګولیا لپاره د دفاع وزارت ډپټي اسسټنټ مايکل چېس د چين د نړيوالې پوځي همکارۍ د مرکزي پوځي کمېټۍ له مرستيال مشر جنرل سونګ يانچاو سره ولیدل.

پېنټاګان په خپل بیان کې ویلي، "دواړو غاړو د امریکا او چین پر دفاعي اړیکو بحث وکړ او [مایکل] چېس د دواړو پوځونو تر منځ د اړیکو د پرانیستې کرښې د ساتلو اهمیت را برسېره کړ، چې د جګړې په لور د سیالۍ مخه ونیول شي".

واشنګټن او بېجینګ په جمهوري توګه د حکومت کوونکي تایوان له مستقبله نیولې د چین په سوېلي سمندر کې د مځکنیو دعوو په اړه پر هر څه اختلاف لري.

د تېر کال په فرورۍ کې چې امریکا د چین جاسوسي غباره وویشتله، له هغه وروسته د دواړو اړیکې لا هم په بشپړه توګه نه دي ښې شوې.

د امریکا صدر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جینپینګ د تېر کال په وروستیو کې پر دې اتفاق وکړ چې پوځي اړیکې بیرته پیل کړي. دا اړیکې د 2022م کال په اګست کې تایوان ته د استازو ایوان د مخکینۍ سپیکرې نېنسي پلوسي له سفر وروسته خرابې شوې وې.

د پېنټاګون چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ خپلمنځي اړیکې له دې کبله ډېرې مهمې دي، چې د یو بل په اړه د ناسمو اندازو او له هغه څخه د شخړو پیدا کېدو مخه ونیول شي.

د امریکې لوړپوړي پوځي افسر، د ګډونو ځواکونو یا جواینټ چیف آف سټاف مشر جنرل چارلس کیو براون تېره میاشت له خپل چینایي سیال جنرل لیو ژینلي سره آنلاین ناسته کړې وه.

د چین د دفاع وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه بیان کې د غونډې په حواله ویلي، چین دې ته تیار دی چې له امریکې سره د "برابرۍ او درناوي په بنیاد رغنده او تلپاته پوځي اړیکې جوړې کړي."

چین له امریکا غوښتي چې د چین په سوېلي سمندر کې د پوځونو له ګومارلو او "پاروونکو ګامونو" لاس واخلي او له دې سره سره د "ځینو هیوادونو" د دا ډول اقداماتو ملاتړ پرېږدي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغو اقداماتو سپیناوی نه دی کړی.

چین له امریکې دا هم غوښتي چې د یو متحد چین اصول ومني او د تایوان پوځي ملاتړ بند کړي. چین د تایوان د سختو اعتراضونو باوجود هغه د خپلې خاورې برخه ګڼي او وایي کله به هم پر دې مسئله له چا سره جوړجاړی ونه کړي:

"امریکا باید د سمندري او هوایي امنیت د مسئلو په اصلي سببونو په پوره ډول پوه شي، په سختۍ سره خپل د لومړۍ کرښې د ځواکونو مخه ونیسي او [د مسئلو] له تودولو ډډه وکړي."

که یوې خواته د تاوان او چین تر منځ له څه مودې لفظي شخړې او پر یو بل نیوکې روانې دي خو بلې خواته په تایوان کې د دې اوونۍ په اخر کې صدارتي او پارلماني ټاکنې کېدونکې دي.

د امریکې چارواکو خبرداری ورکړی چې که څه هم له چین سره یې څه نه څه پوځي اړیکې بیرته رغېدلې دي خو وایي د دواړو ملکونو تر منځ د ریښتینې او فعاله خبرې اترې کېدای شي نور وخت واخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG