د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلع کې په يو ګاډي چاودنه شوې، پولیس وايي چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي. په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
د باجوړ د خار تاڼې پوليس چارواکو وي او اې ډیوه ته وویل، چاودنه د عليزو په علاقه کې شوې او د میا حضرت ګل نومې تن ګاډی پکې په نخښه شوی دی.
د پوليسو په وینا په ګاډي کې پينځه تنه سواره وو، درې پکې معمولي ژوبل شوي دي. پولیس وايي، چاودنه د ريموټ کنټرول د لارې شوې ده، او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
په اتمه جنورۍ باجوړ کې د پوليو پرضد څاڅکو ورکوونکو ټیمونو ته د امنیت ورکولو د پولیسو په ګاډي شوې، په ځای پکې پينځه پوليس اهلکار وژل شوي او 25 پورې نور ژوبل شوي وو.
وروسته درې نورو ژوبلو پوليسو ژوند د لاسه ورکړې او د وژل شوو پوليسو شمېره اتو ته رسېدلې ده. په پوليسو د چاودنې زمه واري اول تحریک طالبان پاکستان او بیا داعش هم منلې وه.
په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) په خېبرپښتونخوا کې د وسله والو حملو زياتېدو غندنه کړې ده.
اېچ ار سي پي په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، "په کورمه کې تېره اوونۍ څلور کسان په ډزو وژل شوي، تېره ورځ په مختلفو حملو کې پينځه پوليس او يو ملکي وګړی وژل شوي، د پخواني اېم اېن اې محسن داوړ، او جمعيت علمااسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په قافلو هم ډزې شوي او په تېرو 24ساعتونو کې نامعلومو وسله والو په صوابۍ او شمالي وزيرستان کې انتخابي امېدواران شاه خالد او کليم الله خان وژلي دي".
د بشري حقونو کمېشن زیاته کړې، "دغه ډول تشدد په صوبه کې د وړاندې نه د امن و امان نازک صورتحال نور خرابولو د هڅې برخه ده. اېچ ار سي پي په رياست ټينګار کوي چې په خېبرپښتونخوا کې د امنیت ښه کولو او په ځای کولو دپاره اقدامات وکړي، د امنیت ستونزه د انتخاباتو په نورو وروسته کولو کې جواز نه دي ګڼل پکار. رياست دې د رای ورکوونکو په حواله خپله زمه واري پوره کړي او په وخت انتخابات کېدل پکار دي".
د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي پرون په اسلام اباد کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، په ملک کې د امنیت مسله حقيقي ده، حکومت برې خبر دی او ښه کوي يې.
هغه ويلي، انتخابات به په اتمه فرورۍ کيږي. او حکومت د الېکشن کمېشن د مالي، انتظامي او امنيتي ضرورتونو پوره کولو دپاره په اييني توګه پابند دی.
Forum