لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واشنګټن او لندن کې زرګونه خلکو په غزه کې ډزبندي او له اسرایل سره د مرستو درېدل غوښتي


په غزه کې داسرايل د پوځي عملياتو د ختمولو د غوښتنې لپاره د خالي یا شنبې په ورځ د امریکا د سپينې ماڼۍ مخې ته د زرګونو په شمير کې خلکو احتجاج کړى دى او ددې ترڅنګ په تيرو 75 کلونو کې د اسرايلو او فلسطينيانو تر مينځ ترټولو د اوږدې او خونړۍ جګړې په ضد د فلسطينيانو په پلوۍ لندن کې راجوړ شوي احتجاج کې ماشومانو هم برخه اخستې ده.

دغه احتجاجي لاریونونه د احتجاجونو د نړیوالې ورځې یا "ګلوبل ډی اف ايکشن" په مناسبت سره د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې شوي دي.

په امريکا کې د مسلمانانو په استازیتوب فعال سازمان کيير چې د ولسي حقونو او وکالت تر ټولو لويې تنظيم دى،پخپل یو بیان کې په واشنګټن کې فلسطین په پلوۍ د راټولو شوؤ مظاهره چيانو شميره تر څلورو لکو ښودلې، او په واشنګټن کې يې دغزه لپاره په لاریون کولو دهغوي ستاينه کړې ده.

د نړيوالې خبري ادارې اى پي تر مخه په امريکايي پلازمېنه کې راټولو شوو مظاهرينو پلې کارډونه پورته کړي وو چې پرې د درج نعرو د لارې دامريکايي صدر جوبايډن د صدارتي کانديد په توګه د کار کولو په امکان پوښتنې راولاړې کړل شوې وې.

بايډن د حماس په ضد داسرايلو د خواوشا سل ورځنۍ جګړې کلک ملاتړ کوي. په شعارپاڼو ځېنې شعارونه داسې درج وؤ چې "د نسل وژونکي جو لپاره ووټ نشته"، "دبايډن لاسونه په وینو ککړ دي" او " غزه ژوند کولو ته پريږدئ".

تاجرانو په داسې حال کې دجنوبي افريقې بيرغونه خرڅول چې مظاهره چيانو دهاغه هيواد په ملاتړ کې شعارونه ورکول.

د نيويارک يو اوسېدونکي ډين ډيوريز په دې احتجاج کې له دې امله ګډون وکړو چې هغه غوښتل يوه خپلواکه غزه وويني، خو هغه به نه خو دبايډن او نه هم دممکنه ريپبلکن صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ ته ووټه ورکوي.

هغه وويل په پرله پسې جګړه کې په بوخت پاتې کيدو سره هغه دغه جګړې ته دامريکا له لوري داقتصاد زوال دازالې دمهم په توګه ګوري .

د واشنګټن اوسيدونکي فيل کلاين يو پلې کارډ پورته کړى و چې پرې له پاپ فرانسس څخه غوښتنه شوې وه چې بايډن دې له خپلې ورورولۍ څخه وباسي.

هغه ويلي پوهيږي چې هغه(بايډن) يو کيتهولک دى او زياته يې کړه که چرې پاپ هغه له چرچ څخه وباسي نو کيدى شي چې هغه دا معامله په سنجيدګۍ سره واخلي،

کلاين وويل په ولسي وګړو دبمونو ورولو هيڅ جواز نشته، خو هغه وويل چې اوس هم دنومبر په مياشت کې کيدونکو ټاکنو کې بایډن ته دووټ ورکولو اراده لري.

د جګړه ضد ډلې کوډ پينک يو شريک باني ، ميډي بينجمن ايسوسي ايټډ پريس ته وويل چې ديوې ټولنې ديوې ځانګړې برخې لپاره به په غزه کې په جګړه کې دمرستې کولو له امله دبايډن په اړه " دنسل وژونکي جو" نعره پځاي پاتې شي.

هغه وويل " فکر کوم چې ډيموکراټان په ډيرو طريقو داور سره لوبې کوي- داور سره لوبې داسې کوي چې هغوي په غزه کې د نسل وژنې ملاتړ کوي، خو هغوي دخپل راتلونکي سره هم لوبې کوي".

د جيک او ايډا بريفورډ په نوم يوې ځوانې ښځې اؤ مېړه، دورجينیا، ريچمونډ نه، خپل دوه واړه بچي دې احتجاج ته راوستي، هغوي وويل باوري نه دي چې په نومبر کې به بايډن ته ووټ ورکړي که نه؟

دحماس ډلې د واک لاندې سیمې دصحت وزارت له مخې په غزه کې داسرايلو دمهم په مهال وژل شوو 23 زرو،8 سوو او 43و کسانو له جملې څخه په دريوو کې دوه برخې ښځې او ماشومان دي.

د واشنګټن اؤ لندن تر څنګ د فرانس په لیون ښار، ملایشیا،جنوبي افریقه،،انډونیزیا،تهایي لینډ ،جاپان ، اټلي یونان اؤ پاکستان کې هم ورته لاریونونه شوي چې پکې شاملو مظاهره چیانو د فلسطین دخلکو سره یووالی ښودلی اؤ غزه کې د روانې جګړې د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

اسرايل دحماس له لوري په 7م اکتوبر دپولې پورې غاړې نه په اسرايلو د شوې غيرمثالي حملې په جواب کې دجګړې اعلان کړى دى.

د7م اکوبر په حمله کې حماس 1200 کسان وژلي وو چې پکې زياتره ولسي وګړي وو او ددې ترڅنګ يې 250 نور دځان سره يرغمال نيولي او بوتللي وو، دا دهولوکاسټ نه راپديخوا داسرايل په تاريخ کې ديهوديانو لپاره ترټولو خونړى بريد و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG