لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: ریاست وزیرستان د ترهګرو په رحم پرېښی اؤ هغوی په کې ډاډه فعالیتونه کوي


د ملي جمهوري غورځنګ د ګوند مشر محسن داوړ
د ملي جمهوري غورځنګ د ګوند مشر محسن داوړ

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وایي ریاست وزیرستان د ترهګرو په رحم پرېښی اؤ دغلته ترهګر په ازادانه توګه خپل فعالیتونه کوي.

په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې محسن داوړ ویلي، د ګل یا دوشنبې په ورځ چې د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل کې د مچي خیلو امنیتي پوستې ته څېرمه کوم ځانمرګي برید شوی هغې کې د سیمې عام وګړي هم ژوبل شوي دي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې ته نزدې د خیبر پختونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوځ پر چیک پوسته ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې دوه پوځیان او څلور ملکي وګړي ژوبل شوي وؤ.

‎د میر علي پولیس تاڼې چارواکي وايي دې پېښه کې څلور ملکي کسان ژوبل شوي چې زیاتره مزدور خواريکښ دي چې د پوستې ترڅنګ یې په یو ټرک کې سفر کولو چې چاودنه وشوه.

محسن داوړ ویلي په میرعلي کې ترسره شوی دا ځانمرګي برید ښیي چې ریاست شمالي وزیرستان د ترهګرو په رحم و کرم پرېښودی دی.

د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ چې پخپله هم د شمالي وزیرستان دمېرعلي سیمۍ استوګن دی د روانې میاشتې په دریمه نېټه پرې د میرانشاه سره په سویل ختیځ کې پرته د تپي سیمه کې یو خونړی برید شوی ؤ خو هغه له دغه بریده په معجزه ډول روغ وتلی ؤ.

نامعلومو وسله والو هغه مهال د محسن داوړ په قافله ناتاره ډزې کړې وې چې هغه په انتخابي کمپین بوخت ؤ اؤ په دغه برید کې د محسن داوړ په ګاډي هم نزدې څلویښت مرمۍ یا ګولۍ لګیدلې وې خو د هغه موټر مرمۍ ضد ؤ نو ځکه په کې محسن داوړ ته څه نقصان نه ؤ رسیدلی.

د شمالي وزیرستان د میرعلي سیمې استوګن اؤ د ترهګرۍ په فعالیتونو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ هم وایي چې شمالي وزیرستان اوس یو ځل بیا په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلی دی اؤ دغلته هره ورځ د هدفي وژنو اؤ ، چاودنو،بریدونو اؤ ناامنۍ پېښې مخې ته راځي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې ښاغلی ناصر داوړ ویلي سیمه کې د ترهګرۍ رامنځته شؤؤ وروستیو پېښو دسیمې عام خلک سخت حیران کړي اؤ پرېشانه کړي دي اؤ زیاتره خلک چې سیمې نه یې د وتلو وس لرلو هغوي خپل کورونه پرېښودي اؤ نورو خوندي سیمو ته په کډو کولو مجبوره شوي دي.

خبریال ناصر داوړ وایي په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان دواړو کې عامو خلکو ته د ناامنۍ له امله ژوند ګران شوی دی اؤ په دغو سیمو کې په سړکونو ، ښارونو اؤ کلیو کې د حکومت عملداري صفر فیصدي ته راغلې ده.په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې په دې بریدونو کې د سوؤنو په شمیر امنیتي عسکر اؤ عام وګړي وژل شوي دي خو د پاکستان نګران وزیراعظم پرله پسې دعوې کوي چې ترهګرو ماتې خوړلې ده اؤ اوس یوازې د هغوي د شکست اعلان پاتې دی.

اسلام اباد کې د امنیتي چارو د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) شمېرې ښیي چې تېرکال ۲۰۲۳م کې په پاکستان کې په یو کم دېرشو (۲۹) ځانمرګو بريدونو کې ۳۲۹ کسان وژل شوي او ۵۸۲ نور ژوبل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، خېبرپښتونخوا کې تر ټولو زيات درویشت (۲۳) ځانمرګي بريدونه شوي، ۲۵۴ کسان په کې وژل شوي او ۵۱۲ ژوبل شوي دي.

خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې اووه اویا (۷۷) ملکي خلک وژل شوي او په ځانمرګو بريدونو کې په وژل شوو ۱۵۷ عسکرو کې ۱۴۲ يواځې هم په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG