د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ایران تر برید وروسته د اسلام اباد سخت غبرګون د دواړو هېوادونو تر منځ د شخړې اندېښنه پیدا کړې او چین له دواړو غوښتي چې له "زغمه" کار واخلي.
د پاکستان مخکینیو او اوسنیو چارواکو هم د ایران برید ته غبرګون ښکاره کړی او دا یې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د تاریخي اړیکو لپاره زیان بللی دی.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر دې برید څو ساعته مخکې د سویټزرلېنډ په ډېوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډې کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسېن امیر عبداللهیان سره لیدلي او د ترهګرۍ په ګډون یې پر دوه اړخیزو اړیکو ورسره خبرې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د چارشنبې- شورو په ورځ خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چین پاکستان او ایران دواړو ته د نیژدې ګاونډیو او لویو اسلامي ملکونو په سترګه ګوري:
"موږ پر دواړو خواوو ږغ کوو چې له زغمه کار واخلي، له داسې ګامونو اخیستلو دې ډډه وکړي چې د شخړې د زياتېدو سبب شي، د امن او ارامۍ د پر ځای ساتلو لپاره دې ګډ کار وکړي".
په بلوچستان کې د سه شنبې- نهې د ورځې برید د دوو ګاونډیو ملکونو ایران او اېټمي وسلې لرونکي پاکستان تر منځ سفارتي اړیکې زیانمنې کړې، چې له اوږدې مودې د وسلوالو د بریدونو له کبله یو بل ته د شک په سترګه ګوري.
د ایران سرکاري رسنیو د سه شنبې- نهې په ورځ خبر خپور کړ، چې نیم پوځي ځواک پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړل، خو په دې اړه یې نور معلومات نه وو ورکړي او دې رسنۍ وروسته خپل خبر هم بیرته لرې کړی وو.
ایران دا برید په داسې وخت کړی چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفر حسن کاظمي قُمي تر دې یوه ورځ وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له نګران وزیر جلیل عباس جېلاني او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي آصف دراني سره د ترهګرۍ خلاف پر ګډه مبارزه خبرې کړې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې خبر وروسته تېره شپه په یوه بیړنۍ اعلامیه کې دا برید په کلکه وغانده او دا یې یو د ایران یو "غیرقانوني" عمل وباله او ویې ویل چې دا برید کېدای شي "سختې نتیجې" ولري.
د رپوټونو له مخې ایراني ځواکونو دا برید خپلې پولې ته څېرمه د بلوچستان له پنجګور ښاره شاوخوا 90 کیلومیټره لرې د «سبز کوه» په نوم کلي باندې کړی وو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا دوه ماشومان پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان مخکیني وزیراعظم او د مسلم لیګ ن ګوند مشر شهباز شریف ویلي، د ایران له خوا د پاکستان د خودمختارۍ "سرغړونې حیران" کړی دی. نوموړي په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او پر ایکس یې لیکلي:
"دغه میزایل برید زموږ د دوستۍ د روح او ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف کار دی، په ځانګړې توګه دا زموږ د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې زیانمنوي. زموږ د دواړو هېوادونو تر منځ د اخلاص خبرې اترې او معنالرونکې همکاري د وخت اړتیا ده".
د ایران حکومت لا په رسمي توګه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي او د پاکستان مرکزي حکومت یا د بهرنیو چارو وزارت هم د برید په اړه له لومړي بیان وروسته څه تفصیل نه دی ورکړی، خو رپوټونه وایي په اسلام اباد کې یې د ایران د سفارت استازی وربللی چې د دې برید په اړه خپل اعتراض ورته وړاندې کړي.
جیش العدل وسلوالې ډلې په خپل یوه آنلاین بیان کې د ایراني ځواکونو برید تایید کړی دی او وایي ایراني ځواکونو د ډرون او راکټونو په وسیله د دوی د وسلوالو پر کورونو برید کړی چې ماشومان او ښځې پکې اوسېدل.
جیش العدل وایي په برید کې دوه کورونه تباه شوي، دوه ماشومان وژل شوي، یوه ښځه او یوه بله پېغله پکې ټپیان شوي دي.
د رپوټ ځینې معلومات له فرانس پریس خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum