واشنګټن – امریکا په پاکستان کې د ایران ترسره شوی برید غندلی او په دغه برید کې یې ملکي خلکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشینې ښودلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته د اېمل له لیارې په ځواب کې ویلي، چې دا په تېرو دوو ورځو کې د ایران لخوا په یوه ګاونډي باندې دریم برید دی.
د امریکا د خارجه وزارت په ځواب کې وړاندې راغلي، "مونږ یو ځل بیا وینو چې له شخړې سره د مخ سیمې د رغنده ډیپلوماټیک حل پر ځای تهران بیا بیا بې ثباته کول غواړي."
تهران ادعا کړې چې د نهې یا سې شنبې په شپه یې د انقلابي ګارد لخوا په بلوچستان صوبه کې د ایران د حکومت په یوې مخالفې ډلې جېش العدل باندې د راکټونو او ډرون بریدونه کړي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یو تازه بیان کې ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د پاکستان خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني ته ټیلیفون کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزیر په کلکه ورته ویلي، چې د ایران لخوا د پاکستان د خاورې دننه د روان کال د جنورۍ په ۱۶ نېټه شوی برید نه یواځې د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه تیری و بلکه همدارنګه د نړیوال قانون او د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو له روحیې څخه یو سخت تیری و.
په بیان کې وړاندې راغلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه برید غندلی او زیاته کړې ده چې دغه پېښې د ایران او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې په جدي ډول خرابې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې پاکستان دا حق لري چې دغه تحریک کونکي اقدام ته ځواب ووايي.
په بیان کې دا هم راغلي چې ترهګري سیمې ته یو ګواښ دی او پر وړاندې یې مبارزه هم تنظیم شویو هڅو ته اړتیا لري خو یو اړخیز اقدامات د سیمې سوله او ثبات په جدي ډول اغېزمنولای شي او په سیمه کې هېڅ هېواد باید دا لاره غوره نه کړي.
تر دې مخکې پاکستان همدارنګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران څخه یې خپل سفیر غوښتی او له دغه هېواد سره یې هر ډول دوه اړخیزې راکړې ورکړې ځنډولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې ویلي وو چې "پاکستان دا حق لري چې دې غیر قانوني اقدام ته ځواب ورکړي. چې د پایلو مسولیت به یې د ایران په اوږو وي."
هغې دا هم ویلي وو چې په دغه برید کې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
په ورته وخت کې د ایران اېرنا خبري رسنۍ د شورو یا چهارشنبې په ماښام د جنوب ختیځ قدس کمپ چارواکو له خولې خبر ورکړی چې د زاهدان په خاش سړک کې یې یو پوځي مشر ډګروال حسین علي جاودان فار په یو ترهګریز برید کې وژل شوی.
جېش العدل یې د وژلو پړه منلې ده.
اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان چې د شورو په ورځ یې د سوېټزلېنډ په ډېوس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم په څنده کې خبرې کولې د ایران د شپني برید دفاع کړې.
هغه ادعا کړې:
"د ملګري او ورور هېواد پاکستان هېڅ کس د ایران په میزایلو او ډرون بریدونو کې نه دي لګېدلي."
د ایران سفارت په اېکس پخواني ټویټر لیکلي، چې ایراني وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبرو کې ویلي، چې جېش العدل یوه ترهګره ډله ده چې د دواړو ورونو هېواونو د ګډ امنیت پرضد اقدامات کوي.
د ایران لخوا په پاکستان کې د جېش العدل پرضد دغه برید په داسې وخت کې شوی چې تهران همدارنګه په عراق او سوریې کې هم د هغوی په وینا "د ایران ضد ترهګرو ډلو" پرضد بریدونه کړي.
Forum