لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تاوتریخوالي کمولو لپاره ایران اؤ پاکستان یو بل ته مثبت پېغامونه ورکړي


PAKISTAN-IRAN-AIRSTRIKE
PAKISTAN-IRAN-AIRSTRIKE

پاکستان اؤ ایران خپلو کې د رامنځته شوي وروستي تاوتریخوالي کمولو په موخه یو بل ته مثبت پېغامونه لیږلي اؤ د خبرو له لارې یې د ټولو ستونزو په هواري ټينګار کړی دی.

دپاکستان د خارجه دفتر ویاندې د دواړو هیوادونو د سفارتي چارواکو تر منځ د مثبتو پېغامونو د تبادلې پخلی کړی دی.

د ایران سفارتکار ښاغلي سید رسول موسوي په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپور کړي خپل یو بیان کې ویلي د دواړو هیوادونو مشران اؤ چارواکي په دې پوهیږي چې د اوسني تاؤ تریخوالي ګټه به زموږ دښمنانو اؤ ترهګرو ته رسیږي.

هغه ویلي دا مهال د اسلامي نړۍ تر ټولو ستره ستونزه غزه کې د یهودانو د جرمونه مخه نیول دي.

د ایراني ډپلوماټ په بیان خپل غبرګون کې د پاکستان د خارجه وزارت ایډيشنل سکتر رحیم حیات قریشي ویلي چې پاکستان اؤ ایران به د مثبتو خبرو اترو له لارې د ستونزو د هواري لپاره په وړاندې تګ کوي.

هغه په ایکس رسنۍ د ایراني ډپلوماټ بیان ته پخپل غبرګون کې لیکلي " ګرانه روره سید رسول موسوي ستا د جذباتو ځواب درکوم "

دپاکستان اډيشنل خارجه سکتر ویلي ، د ترهګرۍ په ګډون د ګډو چیلنجونو د مقابلې لپاره مربوطو فعالیتونو ته اړتیا ده.

ډان ورځپاڼه وایي دپاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ هم د پاکستان اؤ ایران ترمنځ د تماسونو پخلی کړی دی.

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم هم په ټولنیزو رسنیو خپل یو بیان کې ویلي چې ایران اؤ پاکستان په بیلابیلو میدانونو اؤ په سختو وختونو کې مدام د یو بل مرسته ملګرتیا کړې ده.

د ایران سفیر ویلي چې دواړه هیوادونه د یو رقم ګواښونو سره مخ دي.

د ایران سرکاري رسنیو د نهې/سه شنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې د ايران نیم پوځي ځواک پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.

پاکستان د ايران دغه برید غندلی و ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.

د پاکستان په خاوره کې د ایراني ځواکونو د برید په غبرګون کې تېره ورځ دپاکستان پوځ هم ویلي وؤ چې د ایران په خاوره کې یې د ترهګرو ځالې په نخښه کړي دي.

پاکستان د ایران په خاوره کې ترسره شوؤ خپلو دغو عملياتو ته د «مرګ بر سرمچار» یعنې «مرګ پر سرمچار» نوم ورکړی، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "په عملياتو کې یې څو ترهګر وژلي دي"

د ایران ارنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي، "د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی"

د ایران او پاکستان لخوا یو د بل په خاوره کې د فضایي حملو نه پس، چې پکې د ولسي خلکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي، د دغو دواړو ملکونو ترمنځ تاو تریخوالی سیوا شوی اؤ دا ویره رامنځ ته شوې چې هسې نه دا تاوتریخوالی په شخړه واوړي.

دې حالاتو ته امریکا او چین متوجه شوي، او دواړو طاقتونو غوښتنه کړې چې تشدد کې د اضافې مخه دې ونیولی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG