د ټي ټوینټي کرکټ د پینځوؤ سیالیو د لړۍ پرله پسې څلورمه لوبه کې هم نیوزي لینډ پاکستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړې اؤ د لوبو دا لړۍ یې ترې د صفر مقابله کې په څلورو لوبو ګټلې ده.
د پاکستان لخوا ورکړل شوی د 159 منډو هدف نیوزي لینډ د دریوؤ لوبغاړو په تاوان د 19م اوور په وړومبي بال ترسره کړو.
د پاکستان لخوا د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې د نیوزي لینډ وړومبني درې لوبغاړو یوازې په 20 منډو وسوځېدل.
د نیوزي لینډ وړومبی لوبغاړی فن ایلن د اتوؤ منډو په جوړولو د شاهین شاه اپریدي په بال وسوځېدو اؤ ورپسې کپتان شاهین اپریدي ټم سیفرټ هم وسوځولو.
شاهین یوازې د څلورو منډو په ورکولو سره ول ینګ هم وسوځولو.
د دغو دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته چې ډیرل مچل اؤ ګلین فلپس توپ وهنې یا بېټنګ ته ودریدل نو هغوي د خپلې لوبډلې پښې مضبوطې کړې اؤ تر د لوبې ګټلو پورې ونه سوځېدل.
ډیرل مچل 72 او ګلین فلپس 70 منډې جوړې کړې .
په کرایسټ چرچ کې ترسره شوې دې سیالۍ کې وړومبی بیټنګ پاکستان کړی ؤ اؤ هغوي په ټاکلو 20 اوورونو کې د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان 158 منډې جوړې کړې وې.
د پاکستان له لوري وړومبی صایم ایوب اؤمحمد رضوان بېټنګ وکړو خو صایم ایوب په دویم اوور کې یوازې په منډه جوړولو وسوځېدو.
کله چې د پاکستان منډې 56 ته ورسېدې نو د پاکستان بل لوبغاړی بابر اعظم هم په 19 منډو وسوځېدو.
Forum