د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان شعیب ملک د هند د ټېنس د وتلې لوبغاړې ثانیه مرزا سره له رشتې غوڅولو وروسته د ثناء جاوید په نوم د یوې بلې اداکارې سره واده کړی دی.
د ثانیه مرزا پلار عمران مرزا هندي رسنیو سره په خبرو کې منلې ده چې لور یې د شعیب ملک نه خلع اخستې ده.
شعیب ملک اؤ ثناء جاوید په 10مه جنورۍ یو بل سره د واده کولو پخلی کړی ؤ خو د شعیب ملک د پخوانۍ مېرمنې ثانیه مرزا یا د هغې د کورنۍ لخوا تر اوسه هیڅ سپیناوی مخې ته نه ؤ راغلی چې ایا ثانیه مرزا د شعیب ملک نه طلاق اخستی اؤ که څنګه ښاغلي ملک بل واده وکړو؟
د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د سرچینو له خولې ویلي چې د شعیب ملک کورنۍ هم ثانیه مرزا سره د هغه په رشتې ختمولو خفه ده اؤ حتی د هغه د کورنۍ هیڅ یو غړي د شعیب ملک په نوي واده کې برخه نه ده اخستې خو پخپله بیا شعیب ملک لا په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.
شعیب ملک اؤ ثانیه مرزا په اپریل کال 2010م کې خپلو کې واده کړی ؤ اؤ د واده په اتم کال په 30م اپریل کال 2018م کې د هغوي یو نارینه اولاد هم زیږیدلی ؤ.
د دواړو لوبغاړو ترمنځ د بیلتون اؤ طلاق ګنګوسې د دسمبر کال 2022م راپدیخوا پرله پسې مخې ته راروانې وې خو دواړو لوریو د طلاق یا بیلتون پخلی نه کولو.
اوس چې شعیب ملک بل واده وکړو نو دهغه پخواني خسر اؤ د ثانیه مرزا پلار عمران مرزا هندي رسنیو ته ویلي چې د هغه لور خلع اخستې وه.
این ډي ټي وي پخپل رپورټ کې ویلي چې د ثانیه مرزا پلار عمران مرزا پریس ټرسټ اف انډيا ته د خپلې لور د خلع په هکله ویلي دي.
عمران مرزا پخپلو لنډو خبرو کې ویلي چې لور یې اسلام کې ښځو ته د خلعې د ورکړل شوي حق نه استفاده کړې ده خو هغه نه ده واضحه کړې چې د شعیب ملک اؤ ثانیه مرزا تر منځ د جلا کیدو یا خلعې نوبت ولې رامنځته شوې دی یا ولې هغوي یو تر بله خفه شوي وؤ؟
Forum