لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وایي نن یې په غزه پټۍ کې په یوه ورځ 24 پوځیان وژل شوي دي


د اسرایل پوځ وایي په غزې پټۍ کې یې 24 پوځیان په یوه برید کې وژل شوي دي، وایي دا د اسرایل او حماس تر منځ په تېره درې میاشتنۍ جګړه کې تر ټولو خونړۍ حمله وه.

د اسرایل د پوځ ویاند ډېنیل هګاري د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، 21 پوځیانو یې تیاري‌ کوله چې د غزې په مرکزي برخه کې دوې ودانۍ په چاودېدونکو موادو ویجاړې کړي چې یوه وسلوال په سیمه کې یو نیژدې ټېنک په راکټ لانچر وویشت.

هګاري وایي‌ د دغه برید له امله چاودنه وشوه او په نتیجه کې یې دواړه دوه منزله ودانۍ دننه پر سرتېرو را ونړېدلې دي.

له دې پېښې پرته درې اسرایل پوځیان په یوه بله پېښه کې نن وژل شوي دي.

د سرایل د دفاع وزیر یوواو ګېلېنټ د سه شنبې- نهې په سهار پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، چې دا یو "سخت او دردوونکی سهار" وو. ښاغلي ګېلېنټ پر مخ ویلي:

"دا یوه داسې جګړه ده چې د راتلونکو لسیزو لپاره به د اسرایل راتلونکی ټاکي او د جګړې اهدافو ته د رسېدو لپاره د جنګیالیو [پوځیانو] سقوط یوه اړتیا ده."

اسرایلي ځواکونو د غزې په جنوب کې سختې بمبارۍ کړې دي، د غزې روغتیايي چارواکو پر اسرایل تور پورې کړی چې په روغتونونو یې بریدونه کړي دي.

فلسطیني ریډ کریسسنټ یا سرې میاشتې ویلي، اسرایلي بمبارۍ په خان یونس کې د دوی مرکزي دفتر په نخښه کړی دی.

وایي په دغو بریدونو کې "له ډرون الوتکو شدیدې ډزې هم شاملې دي چې په نتیجه کې یې هغه بې ځایه شوي کسان ټپیان شوي، چې هلته یې پناه اخیستې وه."

رویټرز د غزې د روغتیا وزارت د ویاند اشرف القدره په حواله ویلي، اسرایلي ځواکونه په خان یونس کې یوه روغتون ته ورغلي او طبي کارکوونکي یې نیولي دي.

اسرایل سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي، مګر په تېرو وختونو کې اسرایلي پوځ حماس تورن کړی چې په روغتونونو او شاوخوا کې پټ دي او هلته خپل عملیات پلانوي، خو حماس دا تورونه ردوي.

امریکا د دوشنبې- ګل په ورځ له اسرایل وغوښتل چې په روغتونونو کې د ملکي وګړو ساتنه وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، اسرایل د خپلې دفاع حق لري:

"امریکا تمه لري چې دوی دا کار له نړیوالو قوانینو سره سم وکړي او په روغتونونو کې بې ګناه خلک، طبي کارکوونکي او ناروغانو وژغوري. "

د اکتوبر په اوومه چې حماس پر اسرایل برید وکړ، د اسرایلي حکومت د شمېرو له مخې شاوخوا 1,200 کسان یې وژل شوي او شاوخوا 240 کسان یې یرغمل شوي دي.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت وايي په جګړه کې لږ تر لږه 25,295 فلسطینیان وژل شوي چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي. دغه وزارت په وژل شویو کې د ولسي وګړو او د حماس د جنګیالیو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

جګړه د فلسطیني ملکي وګړو لپاره ویجاړوونکې ده، د ملګرو ملتونو په وینا 85 فیصده خلک له خپلو کورونو کډه شوي او په څلورو کې یوه برخه خلک له لوږې سره مخ دي.

یادونه: د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیټیډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG