لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د يوې میاشتې جنګ بندۍ لپاره د اسرایل او حماس په خبرو کې پرمختګ شوی


اسرايل او حماس د يوې مياشتې (30 ورځو) د جنګ بندۍ خبرو ته نزدې شوي، چې په ترڅ کې به یې اسرايلي يرغماليان او فلسطيني بنديان خوشي شي، په داسې وخت کې چې اسرايل د غزې په مرکزي ښار خان يونس بريدونه سېوا کړي دي. رويټرز د سرچينو له قوله دغه خبر ورکړی دی.

د رپورټ ترمخه قطر، امریکا او مصر د 30م دسمبر راهسې د سفارتکارۍ د لارې د اسرايل او فلسطيني وسله والې ډلې ترمنځ د اختلافاتو کمولو هڅې کوي.

خو ويل شوي، په جګړه کې ښکېل دواړه فريقه د مستقل جنګ بندۍ په سر اختلافات لري. رویټرز د سرچينې له قوله ویلي، حماس د دغه مسلې د حل کېدو پورې د مخکې تګ څخه انکار کړی دی.

امریکې، قطر او مصر په رسمي ډول د تازه پرمختګ په اړوند څه نه دي ويلي.

په داسې وخت کې د اسرايل پوځ د خان يونس ښار نه ګېره اچولې چرته چې د لسګونو زرو په شمېره کې بې کوره فلسطينيانو پناه اخستې ده.

د رپورټ ترمخه، د نهې- سه شنبې په ورځ د اسرايل ټېنکونو د غزې څخه د بحېره روم پله تلونکې لاره تړلې، په کومه چې ملکي خلکو د مصر سره د رفحې پولې ته د تلو هڅه کوله.

د اسرايل د پوځ وياند رييرل اېډمرل ډېنيل هګاري د نهې- سه شنبې په ماښام ويلي، د اسرایل ځواکونو په 24 ساعتونو کې د خان يونس په لويديځ کې د 100 نه زيات وسله وال وژلي دي. د اسرايل د پوځ په خبره تراوسه پورې ټول 9000 وسله وال وژلي، خو د رويټرز ترمخه دغه شمېره یې نه ده تاييد کړې.

د ګل- دوشنبې په ورځ په دوه پېښو کې د اسرايل 24 پوځيان وژل شوي، د غزې په درې میاشتنۍ روانه جګړه کې دا په يوه ورځ کې تر ټولو زيات پوځيان وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه د اکتوبر د میاشتې راهسې روانه جګړه کې د اسرايل د وژل شوو پوځيانو شمېره 220 ته رسېدلې ده. حماس په يو راکټ بريد کې د 21 اسرايلي پوځيانو د وژلو زمه واري منلې ده.

د پوځيانو وژنې اسرايلي چارواکي بیا راپارولي چې ټينګار وکړي، په غزه کې د فلسطيني حماس ډلې د جګړې په اهدافو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، او د 100 نه زياتو يرغمالیانو د خوشي کولو هڅې به روانې وي.

د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، "د خپلو اتلانو په نوم، زمونږ د ژوند لپاره، مونږ به د کامیابۍ ترلاسه کولو پورې جنګيږو".

د اسرايل حکومتي وياند اېلن ليوي ويلي، داسې جنګ بندي به نه وي چې حماس په واک کې پاتې شي او غزه یې يرغمل کړي وي.

حماس په اووم اکتوبر په اسرايل بريد کړی د اسرايل په وينا 1200 کسان یې وژلي وو.

د فلسطين د صحت چارواکو ويلي، په تېرو 24 ساعتونو کې 195 فلسطينيان وژل شوي او د ټولو وژنو شمېره 25,490 ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش امنيتي شورا ته ویلي، "د غزې ټوله ابادي د تاريخ تر ټولو لویې تباهۍ سره مخ ده، او د فلسطينيانو د اجتماعي سزا هیڅ جواز نه جوړيږي"، نوموړي د اسرايل لخوا د فلسطيني رياست د مخالفت غندنه کړې ده.

د جنګ بندۍ په اړه د نهې په ورځ قطر ويلي، "په جګړه کې ښکېل دواړو فريقېنو ته یې نظرونه وړاندې کړي، ځوابونو ته په تمه يو او ورته خوشبينه يو".

وروسته د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي ویلي، د منځني ختيځ دپاره د امریکا استازی بريټ مکګرک په قاهره کې دی، د يرغمالیانو خوشي کولو او بشري وقفې دپاره به د سیمې سفر کوي فعاله بحثونه به کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG