د خېبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ په دوو وسلوالو بريدونو کې يو پوليس عسکر او بل سرکاري افسر وژل شوي دي. په سمدستي توګه د بريدونو ذمه واري چا نه ده منلې.
د پېښور پوليسو د دواړو پېښو تاييد کړی او وایي نن سهار د داودزۍ په علاقه کې پوليس اهلکار کامران تاج سهار نامعلومو وسلوالو په هدف کړی دی.
له دغې وروسته د ګل بهار په علاقه کې د ټولنيزې ښېګړې د محکمې افسر همایون نامعلومو موټر سايکل سورو وسلوالو په نخښه کړی دی.
د پېښور پوليسو په وینا، د ښار پوليس مشر (سي سي پي او) سيد اشفاق انور د پېښو نوټس اخستی او پلټنیزه کميټي يې جوړه کړې ده.
ویل شوي، په پېښو کې ککړ کسان به زر معلوم کړی شي او د قانون منګولو ته به راوستل شي.
په سمدستي توګه د پېښو ذمه واري چا نه ده منلې خو له دې وړاندې د دغه ډول اکثره پېښو ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان او داعش هم منلې دي.
په پېښور کې دا تازه پېښې په داسې وخت شوې دي، چې په ملک کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او چارواکي دعوه کوي د انتخاباتو د کمپاين په وخت او انتخاباتو دپاره کلک امنیتي تدابير نيول شوي دي.
نزدې يوه اوونۍ وړاندې د پېښور په ريګي سيمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دوه پوليس ژوبل شوي وو.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د شپې په مهال په پولیس تاڼو او امنیتي پوستو د ترهګرو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده او په دې بریدونو کې پولیسو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.
د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان تېرکال دعوه کړې وه چې ترهګرو ته د شپې په تیاره کې لېدونکې عصري وسلې په لاس ورغلې دي او دهغې په مدد سره په پولیسو بریدونه کوي.
آی جي پي ویلي وو چې د ترهګرو د مقابلې لپاره د پښتونخوا پولیسو ته هم عصري وسلې او نور سامانونه ورکړل شوي دي او پولیس د ترهګرو مخې ته په کلکه ولاړ دي.
Forum